غزني ښار(پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): په غزني ښار کې د نا پېژانده وسله والو له لوري د ژوند ټولنې مشر او د ملي امنيت يو کارکوونکى پر ډزو ووژل شول.
په غزني ښار کې يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د غزني ښار د لومړۍ حوزې د کلا سبز په سيمه کې ناپېژانده وسله والو د ژوند ټولنې مشر نقيب الله خاکسار پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي چې په همدغه وخت کې د غزني ښار د بزازۍ په سيمه کې د ملي امنيت يو کارکوونکى اسدالله هم د نا پېژانده کسانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې نقيب الله خاکسار په خپل دوکان کې ناست و چې موټر سايکل سپرو پرې ډزې کړې دي.
هغه وايي چې خاکسار د ډزو په ترڅ کې وژل شوى او جسد يې د امهال په روغتون کې دى.
د يادو بريدونو مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن