جلال اباد (پژواک، ۱ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت کچه ترنيمايي ډېره کمه کړې او ډېر ژر به پاتې ولسواليو کې هم د کوکنارو د کښت کچه تر صفر پورې ورسوي.
بلخوا کروندګر بيا وايي چې دکوکنارو دکښت مخنيوي په بدل کې ورسره د بديل ميشعت پروژو د پلي کېدو ژمنې شوي؛ خو د عمل برخه يې ډېره کمه ده.
د ننګرهار چارواکو او کروندګرو دا څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نېټه جلال اباد ښار کې د امريکا غږ تلوېزيون له لوري د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي په اړه جوړ شوي يو ورځني کنفرانس کې وکړې.
دغه کنفرانس ته د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو کروندګر ورغوښتل شوي و، چې نېغ په نېغه يې خپلې غوښتنې او پوښتنې له مسوولينو سره شريکې کړې.
که څه هم د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په کنفرانس کې ډېر موجود نه و او تر خپلې وينا وروسته ولاړ؛ خو د کرنې، کليو پراختيا او نشه يي توکو مبارزې رياستونو مسوولينو په اړوندو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب او د کارونو د ترسره کولو ژمنې يې ورسره وکړې.
مياخېل وويل، د کوکنارو د کښت ګټه يوازې پنځه سلنه د کروندګرو لاسته ورځي او پاتې ۹۵ سلنه يې د قاچاقبرو، مافيايي کړيو او وسله والو ته رسيږي.
دی زياتوي، وسله والې ډلې تر ډېره د جګړو لپاره پيسې له همدې لارې لاسته راوړي او بيا يې د عامو افغانانو په وژلو او د عامه ځايونو په ورانولو لګوي.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل چې دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د امنيت ساحه پراخه شوې؛ خو ورسره غبرګ د کوکنارو د کښت مخنيوی هم شوی دی.
نوموړي وويل، په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت په اړه بشپړه سروې پيل کړې او ډېر ژر به په ډاګه شي چې د کوکنارو کښت تر نيمايي زيات کم شوی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسنزي وويل، چې د کوکنارو د کښت مخنيوي لپاره دوی د بېلابېلو ادارو په مرسته د بديل معشيت پروګرامونه پيل کړي چې تر پخوا يې غوره والی په دې کې دی چې د کروندګرو په خوښه او د هغوی د اړتيا مطابق مصرفېږي.
دغه راز د کليو پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء هم وويل چې دوی له حصارک او شېرزادو پرته په ټولو ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پيل کړي او ډېر سهم هغو ولسواليو ته ورکول کېږي چې د کوکنارو د کښت کچه په کې ټيټه شوې وي.
خو کروندګرو ويل چې د بديل معشيت په برخه کې ورسره تر ډېره مرستې نه دي شوي او ژمنې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن