ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نهان: د کانونو هغو پروژو ته چې دولتي چارواکي په کې ونډه لري، د استخراج حق نه ورکول کېږي

نهان: د کانونو هغو پروژو ته چې دولتي چارواکي په کې ونډه لري، د استخراج حق نه ورکول کېږي

author avatar
22 Jun 2019 - 19:48
نهان: د کانونو هغو پروژو ته چې دولتي چارواکي په کې ونډه لري، د استخراج حق نه ورکول کېږي
author avatar
22 Jun 2019 - 19:48

هرات (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۸): د کانونو وزارت د کانونو د استخراج په پروژو کې د ملي شورا د غړو او دولتي چارواکو د ونډې درلودل ناقانونه ګڼي او وايي، یاد وزارت دغه ډول پروژو ته د استخراج حق نه ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپستې نرګس نهان نن په هرات کې د کانونو په ملي کنفرانس کې د دغه کنفرانس موخه د کانونو په سکټور کې اصلاحات، د پروژو اعلان او د کانونو په برخه کې د ستونزو څېړل وبلل او ویې ویل: ((هغه کانونه چې په قرارداد ورکړل شوي دي او یا نه دي ورکړل شوي، ټول څېړل کېږي.))

هغې زیاته کړه، که څه هم د کانونو د استخراج کوونکو د اسنادو په ارزولو کې د ملي شورا د غړو او دولتي چارواکو نومونه نه لیدل کېږي، خو د پردې شاته په کانونو کې ونډه لري.

نوموړې زیاته کړه: ((د اسنادو او معلوماتو مطابق د کانونو هغه پروژې چې د ملي شوار غړي یا دولتي چارواکي په کې وڼده لري، زموږ په اند، ناقانونه دي.))

نهان ټینګار وکړ چې د کانونو وزارت د یادو کسانو په پېژندلو کې له ملي شورا څخه مرسته غوښتې ده.

نوموړې د هرات د مرمر ډبرو د هغو نهو تړونونو یادونه وکړه چې همدا اوس تر کار لاندې دي او ویې ویل: ((د مرمر ډبرو په کانونو کې ډېرې ستونزو موجودې وې، له دې ډلې هغه ۳۰ سلنه رولیتي چې وزارت ته ورکول کېدل د دې لامل شوې وه چې د مرمر ډبرو یو شمېر شرکت لرونکي له ماتې سره مخامخ شي.))

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې زیاته کړه: ((په تېرو څلور نیمو کلونو کې د کانونو په برخه کې د حقوقي ستونزو او روڼتیا د نه موجودیت له امله هېڅ تړون نه دی شوی، هغه اصلاحاتو چې له خپلو شریکانو سره مو شریک کړل، نن موږ د پالیسۍ او لید له اړخه تیار کړي یو چې پروژې اعلان ته ورکړو او پانګوالو ته فرصتونه برابر کړو.))

هغې د هېواد په زياترو ولایتونو کې د کانونو د ناقانونه استخراج خبر ورکړ او ویې ویل، ۸۰ سلنه ټولې هغه سیمې پېژندل شوې چې ناقانون ډول په کې د کانونو کار کېږي.

نهان زیاته کړه، د کانونو د استخراج د قانوني کېدو بهیر پیل شوی او د سیمې د پېژندو او ارزونې بهیر هم روان دی.

په ورته وخت کې د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وویل، حکومت د کانونو په سکټور کې د پانګوالو د جذب برخې ته هېڅ توجه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه، له دې مخکې هم مرکزي چارواکو د صلاحاتو ژمنې کړې، خو عملي شوې نه دي.

دى وايي: ((یو شمېر کانونه چې مخکې فعال و او استخراجېدل، د دولت د نه ملاتړ له امله بند شوي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.