ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجاب کې د افغانستان سولې په اړه بين الافغاني ناسته پيل شوه

پنجاب کې د افغانستان سولې په اړه بين الافغاني ناسته پيل شوه

author avatar
22 Jun 2019 - 11:40
پنجاب کې د افغانستان سولې په اړه بين الافغاني ناسته پيل شوه
author avatar
22 Jun 2019 - 11:40

کابل (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨) : د پاکستان د پنجاب ايالت اړونده د بهوربند سيمه کې د لاهور پروسې تر نامه لاندې د افغانستان سولې په اړه بين الافغاني ناسته پيل شوه.

د پاکستانيو رسنيو د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د لاهور د يوه څېړنيز مرکز له خوا جوړه شوې او په کې تر ٢٠ زياتو افغان سياستوالو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

پاکستاني ژورنالېست طاهر خان په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې  د پاکستان د بهرنيو جارو وزير شاه محمود قريشي ددغې ناستې پرانېستونکى وينا وال دى.

بلخوا په دې ناسته کې د ګډون په موخه ګلبدين حکمتيار، عطاء محمد نور، حنيف اتمر، کريم خليلي، انوار الحق احدي، حامد ګيلاني، عبداللطيف پدرام او د محمد محقق په ګډون يو شمېر افغان سياستوال لاهور ته رسېدلي دي.

خو پخواني ولسمشر حامدکرزي چې هم دغې ناستې ته بلل شوى و، په کې له ګډون کولو معذرت غوښتى.

د هغه ددفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د وخت د کموالي له امله په دغې ناسته کې د ګډون په موخه مشوره ونه شوى کړاى.

خو هيله يې څرګنده کړې چې په يوه مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر ولري.

ويل کيږي چې په دغې ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه د هغوى د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.