غزني ښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٧): د پژواک خبري اژانس د راپور تر خپرېدو وروسته په بهر کې يوه مېشت افغان د زرګونو ماينونو شنډوونکي معلول سرتېري ته مياشتنى معاش ټاکلى دى.
دغه سرتېرى محمد سليم نومېږي، د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى چې د غزني تر څنګ يې په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې ١٤ کاله د ملي امنيت په ليکو کې دنده ترسره کړې ده.
پژواک شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د نوموړي په اړه يو راپور خپور کړ چې هماغه مهال د حکومت ترڅنګ يو شمېر نورو کسانو هم ورسره مرستې وکړې.
هغه ويلي و چې د خپل ماموريت پر مهال يې ٣٧٧٥ ماينونه شنډ کړي، خو د وروستي ځل ماين پرې چاودنه کړې چې له امله يې خپل يو لاس، دواړه پښې او سترګې له لاسه ورکړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن