ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې سلګونو کسانو د اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه

په هلمند کې سلګونو کسانو د اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
22 Jun 2019 - 16:34
په هلمند کې سلګونو کسانو د اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
22 Jun 2019 - 16:34

لښکرګاه(پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): هلمند کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، د سولې کاروان غړو او عامو خلکو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له حکومت او طالبانو څخه د اوربند او د سولې کولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه پرون ناوخته د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د سولې کاروان مشر اقبال خيبر وويل چې روانه جګړه د افغانانو د تباهۍ، بربادۍ، نسل وژنې او هېواد ورانولو په موخه پيل شوې ده.

هغه وايي: ((د دې جګړې له لاسه مو لکونه افغانان وژل شوي، که دا ځل د سولې راغلى فرصت هم لاړ نو بيا د سولې مخ هم نه شو ليدلاى.))

نوموړى زياتوي چې د افغانستان بېلابېلو ولايتونو او نا امنو سيمو ته يې سفرونه کړي چې په ترڅ کې يې ډېرو خلکو له ده او ملګرو څخه د سولې لپاره د جدي هلو ځلو غوښتنه کړې ده.

دغه راز ديني عالم مولوي عبدالحميد هلمندي وويل، اسلام د سولې امر کړى او هر هغه څوک چې د سولې مخالفت کوي، بايد پر وړاندې يې جدي مباره وشي.

ده زياته کړه:((سوله د عزت، پرمختګ او انسانيت ژوند دى، خو جګړه د ناورين، بدبختۍ، عذاب او ذلت ژوند دى.))

همدرانګه په هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر نظر محمد رودي وويل چې هېڅ پردى نه شي کولاى افغانستان ته سوله راولي، خپله افغانان بايد لاس په کار شي.

همدارنګه يوې مېرمنې زليخا (مستعار نوم) غونډې ته وويل چې د روانو جګړو له امله يې ډېرې ناخوالې ليدلي دي.

دې زياته کړه: ((د همدې جګړې له امله زما په شان ډېرې ښځې د خوراۍ، غربت او بد حالت ژوند تېروي.))

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو او حکومت څخه يې هرڅه ژر د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغان سولې په اړه خبرو اترو زور اخيستى خو تېر ته په کتو سره خلک ورته ډېر هيله مند نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.