فیض اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو تېر مازدیګر د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې پنځه ملکي وګړي له حکومت سره د همکارۍ په تور په یوه صحرايي محکمه کې پر ډزو وژلي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو هغه پنځه ملکي وګړي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې (د غويي په ۲۴ مه) یې د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې له دولت سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تور نیولي وو، تېره ورځ د «یرخو» په کلي کې په یوه صحرايي محکمه کې پر ډزو وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې موضوع په اړه څېړنې پیل شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن