کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د چنګاښ په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا تېره ورځ ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن