کندهار (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): په افغانستان کې د ترکیې سفیر کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د دولتي چارواکو، سوداګرو او مخورو سره د لیدنې تر څنګ د نجونو یو ښوونځی پرانیست.
د کندهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ٢مه، د ترکیې له سفیر اوغوزان ارتوګرول سره په لیدنه کې وویل، د ترکیې حکومت او خلکو تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او دواړو هېوادونو ښه دوستي پاللې ده.
نوموړي د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې په کندهار کې دې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
د کندهار د سوداګرو په استازولۍ د یوسفي په نوم یوه سوداګر خبرې وکړې او د ترکیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره دې افغان سوداګرو ته د وېزې اسانتياوي برابرې کړي.
د ترکیې سفیر اوغوزان ارتوګرول ژمنه وکړه چې د کندهار د چارواکو او سوداګرو غوښتنې به په لوړه کچه له خپل حکومت سره شریکوي.
د ترکیې سفیر کندهار د خپل سفر په لړ کې د کندهار د ولایتي ادارې د چارواکو او سوداګرو په ملتیا د افغان ترک لومړني ښوونځي او لېسې څخه لیدنه وکړه او په کندهار ښار کې یې د نجونو لپاره ښوونځی پرانیست.
والي حیات الله حیات له ترکیې مننه وکړه چې په دې ولایت کې يې زده کوونکو ته د معیاري زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ده وویل، ترکیې په کندهار کې د هلکانو لپاره د زده کړې معیاري چاپېریال برابر کړی او دا دی اوس یې د نجونو د معیاري زده کړو لپاره هم مهم ګام واخیست او دوی ته ځانګړی شوی ښوونځی یې پرانیست.
هغه زیاته کړه، ترکیه دې د افغانستان د سوېلي سیمو د زده کوونکو لپاره ډېر سکالرشیپونه ځانګړي کړي.
نوموړي دغه راز د کندهار پوهنتون او د ترکیې د یوه پوهنتون د وصلېدو غوښتنه هم وکړه.
د ترکيې سفير اوغوزان ارتوګرول وویل، هڅه کوي د افغان ترک ښوونځيو کیفیت لا هم لوړ کړي څو افغان ټولنې ته غوره کدرونه وړاندې کړي.
ده وویل، ترکیه به نه یوازې محصلینو ته سکالرشیپونه ورکوي، بلکې د بېرته راتګ پر مهال به یې په افغانستان کې دننه د دندې غم هم خوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن