ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو کانونو ۲۷ سلنه عواید کم شوي دي

د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو کانونو ۲۷ سلنه عواید کم شوي دي

author avatar
23 Jun 2019 - 19:56
د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو کانونو ۲۷ سلنه عواید کم شوي دي
author avatar
23 Jun 2019 - 19:56

ایبک (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د سمنګان په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د دوو کانونو عایدات په وروستیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۲۷ سلنه کموالي وروسته یو میلیارد او ۹۵ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي. 

د سمنګان د ډبرو سکرو د څانګې امر برهان الدین باهر، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې د یاد ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له دوو کانونو (شباشک او دهنه تور) څخه تر یو میلیارد او ۹۵ میلیونو افغانیو ډېر عایدات لاسته راغلي دي، چې د تېر کال د ورته وخت په نسبت ۳۹۷ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ کموالی ښيي.

هغه د دره صوف - مزار او دره صوف – ایبک لارو په اوږدو کې د امنیت نه شتون د دغو دوو کانونو د عایداتو د کموالي عامل په ګوته کړ او ويې ویل چې د دې لارو په اوږدو کې ناامني او دغه راز د ډبرو سکرو لپاره د تقاضا تر کموالي وروسته د کانونو په را ایستلو کې کمښت راغلی دی.

د راپورونو له مخې، په یادو کانونو کې شاوخوا ۱۰ زره تنه کار کوي.

باهر وویل، د دې ولسوالۍ د درې نورو کانونو (ګرمک غربي، ګرمک شرقي او رشک) په یادو عایداتو کې شامل نه دي؛ ځکه چې دغه درې کانونه د کانونو وزارت له خوا خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.