ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستيو ٦ کلونو کې له هر ٣ افغانانو څخه یو تن کډوال او یا بېځایه شوی

په وروستيو ٦ کلونو کې له هر ٣ افغانانو څخه یو تن کډوال او یا بېځایه شوی

author avatar
23 Jun 2019 - 19:07
په وروستيو ٦ کلونو کې له هر ٣ افغانانو څخه یو تن کډوال او یا بېځایه شوی
author avatar
23 Jun 2019 - 19:07

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د کډوالو وزارت د نړیوال سازمان د بېځایه کېدونکو د تعقیب سیستم د وروستي راپور له مخې وایي چې په افغانستان کې په شپږو وروستیو کلونو کې له هر درېيو افغانانو څخه یو کس کډوال او یا بېځایه شوی دی.

دغه مطلب د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن په خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.

ده وویل، د بېځایه کېدونکو د تعقیب سیستم (DTM) داسې سیستم دی چې په سيمه او یا په لاره کې د خلکو له بهیر او د هغوى اړتیاوو په هکله چې د بدلون په حال کې دي، څارنه او کتنه کوي.

ده زیاته کړه، د دغه سیستم وروستى پړاو د ۲۰۱٨ کال په ډيسمبر مياشت کې بشپړ شو، چې له ٢٠١٢ کال راهيسې يې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۱۱.۴۳۳ کلي او ۳۹۰ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولې وې چې په موندنې کې يې راغلي چې په دې موده کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال او پناه غوښتونکي له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

 د هغه په وینا، له دغو کسانو څخه نږدې۹۵ سلنه یې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه راستانه شوي، ۵ سلنه نور له اروپایي هېوادونو او ترکیې څخه راستانه شوي دي.

بلخي وویل: "سربېره پر دې چې دا راستنېدونکي په ټولو ۳۴ ولایتونو کې مېشت شوي، خو بیا هم تر ټولو زیات یې (۱۵ سلنه یا ۴۹ زره کسان) د افغانستان په مشرقي ولایت ننګرهار کې له پاکستان سره په پوله کې مېشت شوي دي."

د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) رئیس هارټ لورانس په نننۍ غونډه کې وویل، د راستېندونکو د بیا یوځای کېدنې لپاره د اقتصادي فرصتونو چمتو کول ډېر اړین دي. همدا لامل دى چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د اروپايي اتحادیې له مالي ملاتړ سره په فعاله توګه د کاري فرصتونو چمتو کولو او خصوصي سکتور څخه ملاتړ په برخه کې په هغو ساحو کې کار کوي چې تر ټولو زیات راستېندونکي لري.

 د ده په خبره، په همدا شپږو کلونو کې ۳.۵ میلیونه افغانان د وسله والو جګړو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او یا طبیعي پېښو له امله د هېواد دننه بېځایه شوي دي. د کډوالۍ نړيوال سازمان د مرکو پربنسټ، يواځې په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې په اټکليزه توګه له يو ميليون څخه زيات افغانان په هر کال کې بېځايه شوي دي.

هغه زياته کړه، د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره زیاته وه چې دا خپله د بېځایه کېدنې لامل ګرځي.

د هارټ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۲.۳ میلیونه افغانانو هېواد پرېښى چې ۶۵ سلنه ایران ته، ۲۲ سلنه پاکستان او ۱۲ سلنه اروپایې هېوادونو او ترکيې ته تللي چې پر هغوى د هېوادونو له خوا د راستنېدو لپاره فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

ده وویل: "د افغانستان زياترو سيمو کې داخلي بېځایه کېدنو ته په کتو دا جوتېږي چې د ډېرو ولایتونو د جذب ظرفیت څخه زیات کسان هلته مېشت شوي چې له امله یې د ۲۰۱۹ کال د دويمې نیمایي په ترڅ کې د افغانانو لوړه کچه راستنېدنه اټکل کېږي چې دا زموږ یوه لویه انديښنه ده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.