ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ناقانونه ودانیو د جوړېدو د مخنیوي لپاره د ښاري نظم قطعه جوړه شوه

په کابل کې د ناقانونه ودانیو د جوړېدو د مخنیوي لپاره د ښاري نظم قطعه جوړه شوه

author avatar
23 Jun 2019 - 19:53
په کابل کې د ناقانونه ودانیو د جوړېدو د مخنیوي لپاره د ښاري نظم قطعه جوړه شوه
author avatar
23 Jun 2019 - 19:53

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): کورنیو چارو وزارت له کابل ښاروالۍ سره په تفاهم د ناقانونه ودانیو د جوړېدو، لوړو ودانیو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره «د ښاري نظم قطعه» جوړه کړه.

د زورواکو له خوا د خپلسرو ناقانونه لوړو ودانيو د جوړېدو او ملکیتونو د غصب په تړاو د هېوادوالو تر شکایتونو وروسته، کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د یوه نظامي تشکیل په جوړېدو تفاهم وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ښاري نظم د قطعې مسوولیت به د زورواکو پر وړاندې درېدل او د هغه مخنیوی وي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست  مسعود اندرابي او د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز نن د یاد پروګرام د عملي کېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته وویل، په دغه تشکیل کې ۴۰۹ سرتېري، افسران او ساتنمنان په دنده ګومارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې قطعې په جوړېدو سره به په یادو مسایلو کې بل هېڅ ارګان د لاسوهنې حق نه لري او هر کله چې کابل ښاروالي د زورواکو له ستونزو سره مخامخ شي، ۱۰۱ اسمايي زون به ورسره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت له یادې قطعې څخه د استفادې په برخه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي، ټولې چارې یې د کابل ښاروالۍ اړوند کېږي.

د کابل ښاروال احمد ذکي یادې ناستې ته وویل، اوس د ښاري پلانونو تطبیق د موجوده کمزورتیاوو د له منځه وړلو لپاره ډېری ستونزې رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه: ((ډېری ناقانونه ودانۍ د شپې او یا رخصتیو پر مهال جوړېږي، چې د دې قطعې له جوړېدو وروسته به یې مخه ونیول شي.))

نوموړي زیاته کړه، د یادې قطعې ټول تامينات، نظامي امکانات او نظامي چتر به د کورنیو چارو وزارت کنټرولوي، خو د اغېزمنې استفادې چارې به یې د کابل ښاروالۍ پر غاړه لري.

هغه روښانه کړه، د لوړو ودانیو جوړېدل د چاپېریال د زیانمنېدو او تر ځکمې لاندې اوبو د ککړېدو لامل شوي او له همدې امله د ښاري نظم د قطعې پر جوړېدو تفاهم شوی دی.

هغه هیله مندي ښکاره کړه چې د ښاري نظم د قطعې په جوړېدو سره به یادې ستونزې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.