کندوز ښار (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د کندوز په امنيې قوماندانۍ کې دننه د يوه پوليس له لوري د ګرځنډه ټولي قوماندان پر ډزو وژل شوى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په قوماندانۍ کې دننه د ګرځنډه ټولي د قوماندان سمونيار وهاب او د همدې ټولي د غړي ساتمن واجد ترمنځ لفظي شخړه شوې ده.
هغه وايي: ((له لفظي شخړې وروسته واجد پر قوماندان ډزې کړې چې لومړى ټپي شوى او وروسته يې بيا روغتون کې ساه ورکړې ده.))
ده وويل چې واجد له قوماندانۍ په تېښته بريالى شوى خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
دغه راز يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل: ((د امنيه قوماندان په لس مترۍ کې دغه پېښه وشوه يو صاحب منصب ووژل شو او قاتل له سيمې په تېښته بريالى شو.))
بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې يو بل کس د کندوز په امنيې قوماندانۍ کې دننه د خپل پلار د جنازې د نه انتقال په غبرګون کې ځان وژنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن