پلخمري (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د بغلان پوليسو ٦٨ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي چې د انتقال په تور يې يو کس هم نيول شوى دى.
په دې اړه د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو د مرکز پلخمري په شمرق سيمه کې نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه وويل، يو کس غوښتل چې د خټکيو په موټر کې ٦٨ کيلوګرامه هيرويين پلازمېنې کابل ته انتقال کړي چې د پوليسو له لوري ونيول شو.
ده زياته کړه: ((دغه نشه يي توکي يې له کندوز څخه بار کړي وو او کابل ته يې وړل چې زموږ پوليسو ونيوه.))
د قوماندان په وينا، د يادو توکو د انتقال په تور له نيول شوي کس څخه پوښتنې روانې دي چې وروسته به بيا عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، د روان کال له پيله دا لومړی ځل دى چې په بغلان کې په دې کچه هيرويين د پوليسو له لوري کشف او ترلاسه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن