کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د ماليې وزارت وايي چې د کابل ښار د درېيمې ناحيې مالياتي مدير نن سهار وژل شوى دى.
د د غه وزارت له خوا د چنګاښ په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر حميدالله حميدي بريد نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې د هغه د دفتر مخې ته شوى دی.
سرچينې زياته کړې چې يوه وسله وال پر هغه د دفتر مخې ته ډزې کړې او حميدي يې وژلى دى.
د ماليې وزارت وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ويل کېږي چې نوموړى د سوکوهنې فدارسيون د منشي په توګه هم دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن