ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي پر “ابها هوايي ډګر” د حوثيانو بريد کې يو کس وژل شوى او ٧ ټپيان دي

د سعودي پر “ابها هوايي ډګر” د حوثيانو بريد کې يو کس وژل شوى او ٧ ټپيان دي

author avatar
24 Jun 2019 - 11:24
د سعودي پر “ابها هوايي ډګر” د حوثيانو بريد کې يو کس وژل شوى او ٧ ټپيان دي
author avatar
24 Jun 2019 - 11:24

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): سعودي وايي چې يمني حوثي وسله والو يو ځل بيا د دغه هېواد پر ابها هوايي ډګر بريد کړى دى.

د سعودي په مشرۍ د پوځي اتحاد وياند العقيد المالکي د چنګاښ په ٣مه يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې دغه بريد تېره شپه شوی دی.

هغه زياته کړې چې توغندي د"ابها هوايي ډګر" پر پارکينګ لګېدلي چې له امله يې يو کس وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، وژل شوى کس د سوريې هېواد اوسېدونکى و.

بلخوا د افغانستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو دغه بريد غندلى دى.

سعودي وايي چې د يمن له حوثي وسله والو سره ايران پوځي او مالي مرستې کوي چې بيا دغه وسله وال پر سعودي بريدونه کوي.

څو ورځې مخکې هم پر "ابها هوايي ډګر" د حوثيانو بريد کې ٢٦ کسان ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.