ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته یو کس د ګنې ګوڼې له امله مړ شوی

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته یو کس د ګنې ګوڼې له امله مړ شوی

author avatar
24 Jun 2019 - 16:49
جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته یو کس د ګنې ګوڼې له امله مړ شوی
author avatar
24 Jun 2019 - 16:49

جلال اباد (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): په ننګرهار کې د پاکستان له قونسلګرۍ د ويزې اخيستو پر مهال يوه بل سپين ږيري د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې څو مياشتې مخکې هم يوه سپين ږيري هلته ساه ورکړې وه.

د دې قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ زرګونه کسان چې په ډله کې يې ښځې، سپين ږيري او ناروغان هم وي، ورځي چې ډېر کله د ګڼې ګوڼې د زياتوالي له امله کمروزي کسان ټپيان کېږي او کله ناکله خبره تر مرګه هم رسېږي.

د چنګاښ په ۳مه غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې يو سپين ږيری چې له شنه سهار يې ټوله ورځ لمر ته تېره کړې وه، لومړی بې هوښه شوی او وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې مړ شوی شخص محمد رفيق نومېږي او د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دا لومړۍ پېښه نه ده څو مياشتې وړاندې هم يو بل سپين ږيری چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د درملنې لپاره پاکستان ته د تګ ويزه يې لګوله، په ګڼه ګوڼه کې مړ شوی و.

مدني فعالان او ننګرهار مېشتي وايي، په دې برخه کې د ولايتي ادارې خاموشي د زغم نه ده او بايد دغې ستونزې ته حل لاره ولټول شي.

مدني فعال روح الله لعلپوروال پژواک ته وويل، د ننګرهار والي بايد دا غږ تر ولسمشره ورسوي چې نوموړی پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال ياده ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړي.

دی زياتوي، د قونسلګرۍ موضوع د واليانو له امکاناتو او صلاحيت لوړه خبره ده؛ خو بيا هم بايد دوی ځان دومره بې پروا نه کړي او لږ تر لږه د خلکو دا ستونزه د بهرنيو چارو تر وزارت او يا هم ولسمشرۍ ماڼۍ ورسول شي.

د برهان سيرت په نوم يو بل مدني فعال بيا وايي، له کلونو راهيسې دا ستونزه روانه ده، څو ځلې يې مدني فعالانو د حل هڅه وکړه، خو دلته د شته افغان پوليسو او قونسلګرۍ د چارواکو له لوري يې د هڅو پر وړاندې خنډ رامنځته شوی دی.

دی وايي، ګڼه ګوڼه د قونسلګرۍ د ساتونکو افغان امنيتي ځواکونو او دغه راز د قونسلګرۍ د چارواکو په ګټه ده؛ ځکه د ګڼې ګوڼې پر مهال خلک د پيسو ورکړې ته زړه ښه کوي.

د ننګرهار ولايتي اداره که څه هم نه ردوي چې ګواکې پوليس دې د پيسو اخيستو کې لاس ولري؛ خو وايي، دوی هر وخت له دې چارې څارنه کوي او ډېر کله يې د شواهدو په موجوديت کې امنيتي مسوولين بدل کړي او يا يې هم بنديان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.