ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی”

“د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی”

author avatar
24 Jun 2019 - 17:41
“د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی”
author avatar
24 Jun 2019 - 17:41

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): «د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی» بنسټ په داسې حال کې د تېر کال په پرتله د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۰ سلنه کموالي خبر ورکوي چې د دغه بنسټ د تازه معلوماتو له مخې ناامني او اطلاعاتو ته نه لاس رسی اوس هم د ټاکنو د برخې د خبریالانو پر وړاندې مهمې ستونزې دي.

د نی «په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی» بنسټ اجرايیه رییس مجیب خلوتګر نن په یوه خبري کنفرانس کې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپور اعلان کړ.

خلوتګر ددې په روښانولو چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله ٥٠،١ سلنه کم شوی زیاته کړه، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۵ موارد د نی د رسنیو د څار په برخه کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه، په یادو مواردو کې پنځه د وژنو پېښې، شپږ د ټپي کېدو، ۱۷ د ګواښ او توهین کولو پېښې، درې پر رسنیو د برید او یوه د چسپکي ماین پېښه شامله ده.

د خلوتګر د معلوماتو له مخې، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالي ۷۱ پېښې ثبت شوې وې چې دا شمېر روان کال ۳۵ ته راکم شوی دی. دغه راز په یاده موده کې د وژنو کچه هم ۶۱ سلنه راکمه شوې چې په دې اساس د تېر میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژنو ۱۳ پېښې ثبت شوې او د روان میلادي کال په همدې موده کې دغه شمېر پنځو ته راکم شوی، بلخوا د خبریالانو د ټپي کېدو د پېښو اندازه هم د تېر کال په پرتله ۵۱ سلنه کموالی ښيي.

سربېره پر دې د نی د اجرایيوي رییس په خبره، د خبریالانو د وهلو ټکولو پېښې هم د تېر کال په پرتله ۸۴،۳ سلنه کمې شوې دي، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو  د وهلو ټکولو ۱۹ پېښې ثبت شوې وې او د روان کال په همدې موده کې یاد شمېر درېیو ته راکم شوی دی. خو د خبریالانو ګواښل او توهین ډېر شوی، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ګواښلو او توهین ۱۶ پېښې ثبت شوې چې د روان کال په همدې موده کې دغه شمېر ۱۷ ته رسېدلی او دا ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

خلوتګر د خپلو خبرو په دوام د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت لاملونه د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د پښېو کموالی او دغه راز د رسنیو احتیاطي عمل او د خبریالانو لخوا د ایمني فاصلې ساتل وبلل.

مجیب خلوتګر وویل، اوس هم اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې شته، ددغه بنسټ د تازه معلوماتو له مخې ناامني او اطلاعاتو ته نه لاس رسی د ټاکنو د برخې د خبریالانو عمده ستونزې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نی د هغه تازه سروې د معلوماتو له مخې چې له ۲۰۰ ټاکنیزو خبریالانو سره په کې خبرې شوې په ډاګه کوي چې ۶۱،۱ سلنه مرکه کېدونکو ناامني او ۵۲ سلنه نورو اطلاعاتو ته نه لاس رسی د خپلو فعالیتونو پر وړاندې عمده ستونزې بللې دي.

د سرچینې په خبره، د یادې سروې ۶۲ سلنه خبریالانو ویلي چې د ټاکنو په ورځ له امنیتي ستونزو سره مخ شو خو ۳۲ سلنه نورو بیا په همدغه ورځ اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له ستونزې شکایت درلود.

د نی د اجرايیوي دفتر مسوول زیاته کړه، د خبریالانو پر کار د سولې خبرو د اغېز په تړاو ددغه بنسټ په یوه بله سرورې کې ۴۳ سلنه مرکه کېدونکو ویلي چې د سولې خبرو د دوی پر راپورونو مثبت اغېز کړی، ۴۰ سلنه مرکه کېدونکو د سولې خبرو بهیر د ژورنالېستانو پر کار بې اثره ګڼلی او ۹ سلنه نورو بیا ویلي چې د سولې خبرو یې پر کارونو منفي اغېز کړی دی.

خلوتګر د خپلو خبرو په یوه برخه کې رسنیو ته د طالبانو تازه ګواښ ته په اشاره وویل، دغې ډلې نن سهار خبریالانو ته وخت ورکړی چې که رسنۍ د طالبانو پر ضد سوداګریز اعلانونه بند نه کړي دوی به یې پر ضد اعلان وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.