لښکرګاه (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): د هلمند والي ادعا کوي چې د شپني عملياتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او مالي سرچينې يې هم له منځه تللې دي.
دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان د چنګاښ په درېيمه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وايي چې کومانډو ځواکونو د روان کال له پيله د طالبانو پر ضد شپني عمليات ترسره کړي چې د پام وړ لاسته راوړنې يې درلودې.
ده وويل چې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو مالي سرچينې او زندانونه له منځه تللي او درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.
والي زياته کړه: ((دا شپني عمليات ډېر ښه و، موږ دغې سلسلې ته دوام ورکوو؛ ځکه طالبان د همدې عملياتو له امله په هېڅ ځاى کې ارام او قرار نه لري.))
خو د هلمند ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان بيا وايي چې د شپنې عملياتو پر مهال ډېرى وخت ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.
ده وويل: ((موږ همېشه ويلي چې په عملياتو کې د ملکي وګړو سر او مال ته بايد پام وشي او اوس يې يو ځل بيا وايو.))
بل لور ته بيا د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين وويل چې دوى خپلې وروستۍ هڅې کوي څو په عملياتو کې ملکي وګړو ته کومه ستونزه پېښه نه شي.
دى وايي: ((موږ له خپلې ټولې تکنالوجۍ او امکاناتو کار اخلو څو ملکي وګړي له مرګ ژوبلې سره مخ نه شي.))
په هلمند کې په داسې مهال د شپني عملياتو د لاسته راوړنو په اړه خبرې کېږي چې يواځې په تېره يوه مياشت کې د همدې عملياتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې وروستۍ پېښه يې د مارجې ولسوالۍ په چور څلورلارې کې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن