کابل (پژواک، ۳چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې رياست په تېرو ټاکنو کې يوه جنجالي رايه، نن له رايې ورکولو وروسته باطله ثابته شوه او ټاکل شوې چې سبا د دغې څوکې لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شي.
د دې جرګې رياست تېرې ټاکنې، د کمال ناصراصولي او ميررحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې؛ خو له دې امله يې پايله په ډاګه نه شوه چې د جرګې غړي د ټاکنو په ورځ د جرګې نصاب په تړاو اختلاف نظر درلود؛ ځينې يې په ۲۴۴ او يو شمېر نور يې په ۲۴۷ غړو سلا شول.
که نصاب ۲۴۴ تنه وو، ګټونکي نوماند بايد ۱۲۳ رايې ترلاسه کړې واى، خو که نصاب ۲۴۷ رايې تثبيت شوی و، بريالي نوماند بايد ۱۲۴ موافقې رايې ترلاسه کړې واى.
رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رايې خپلې کړې وې؛ خو پلويانو يې ويل چې د رحماني يوه رايه په داسې حال کې د جرګې موقت رييس له لوري باطله اعلان شوې ده چې په حقيقت کې باطله نه وه؛ خو ځينو بيا ويل چې دا رايه باطل ده.
نن په ولسي جرګه کې د يوې لانجمنې رايې د بطلان او يا سم والي په اړه رايې واچول شوې.
په دې رايه اچونه کې د ولسي جرګې ۲۹۹ غړو رايه ورکړه چې ۹۰ کسانو د لانجمنې رايې تاييد ته رايه ورکړه؛ خو ۱۲۰ کسانو يادې جنجالي رايې ته د رد رايه ورکړه، دغه راز په نننۍ رايه اچونه کې ۱۶ باطلې او درې سپينې رايې کارول شوې وې.
د ولسي جرګې غړي او د نننۍ ناستې موقت مدير د دې پايلو له اعلان وروسته وويل چې دواړه کمال ناصر اصولي او ميررحمان رحماني بريالي شوي نه دي.
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې سبا د ولسي جرګې رياست لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شي.
د يادونې ده چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ملک قيس نوراقا په نننۍ ناسته کې د يادې جرګې موقت رييس په توګه وټاکل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن