کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): د کابل پولیس وايي چې د ولسمشر د یوه سلاکار زوی فرید الماس چې د یوه ترافیک پولیس د وهلو ټکولو په تور نیول شوی و، بېرته خوشی کړی دی.
د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د سلاکار حاجي الماس زاهد زوی فرید الماس تېره ورځ له ترافیکو سره د جنجال له امله ونیول شو.
نوموړي د یادې پېښې په تړاو د څېړنو پایلو ته په اشاره وویل: ((د ترافیک پولیس له شکایت وروسته مو فرید الماس ونیو، دا چې شکایت کوونکي ته ضرر نه دی رسېدلی او ټپي شوی هم نه دی نو د څرګندونو او ژمنې تر اخیستو وروسته مو تورن کس خوشی کړ.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د فرید الماس نظر واخلي خو بریالی نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن