د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله له بېځایه شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱۴۵میلیونه افغانۍ منظور کړې

عبدالله له بېځایه شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱۴۵میلیونه افغانۍ منظور کړې

Jun 24, 2019 - 20:14

کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٨): اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله له بېځایه شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱۴۵میلیونه افغانۍ منظور کړې.

دغه مطلب له اجرايه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

سرچينه کاږي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې ناسته کې چې د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې دغه پالیسي د ISMPD او کډوالو وزرات له خوا جوړه شوې ده.

ده زياته کړه، دغه پالیسي په دوه کالو کې له نورو داخلي او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ بشپړه شوې چې د کابینې له تایید وروسته به پلې شي.

د هغه په وينا، د کډوالو داوطلبانه بېرته راستنېدل او یوځای کول، منظم مهاجرت او د غیر منظم مهاجرت مخنیوی یې اساسي موخې دي.

د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې له اضطرار کوډ څخه دې، بېرته خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد او ورسره بېړنیو مرستو لپاره 145 میلیونه افغانۍ منظور شي.

عالمي بلخي د غونډي ګډونوالو ته د بې ځایه شویو کورنیو په اړه وویل، چې په 2019 کال کې د بې ځایه شویو شمېر 346094 تنو ته رسېږي، چې 57148 تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دی.

د هغه په وینا، د جنګونو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، وردګو، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په 2019 کال کې 17024 تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 12 کورنۍ بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي.

ده وویل چې له دې جملې څخه 12433 کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په جوړولو کې برخه اخیستي وه او له کلونو کلونو راهیسې یې له افغانستان سره د کډوالۍ په برخه کې همکاري کړې ده.

ده وویل چې مهاجرت په برخه کې کار کول د افغانستان ضرورت دی او یادونه یې وکړ، چې ISMP په افغانستان کې له څلور لسېزو را پدې خوا کار کوي.

د هغه په خبره، په یاده پالیسۍ کې دې د یوشمېر ادارو چې په دې ناسته کې یې وړاندیزونه او ملاحظې درلودې، ځای شي او تر نهايي اېډېټ دې تېره او د کابینې ناستې ته دې د تایید لپاره واستول شي.

اجرائيه رئيس وویل، چې راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په بهیر او موقتو سیمو ته د مرستې د لېږد په برخه کې نه باید ناغېړي وشي او د کډوالو چارو وزارت له لوري یې وړاندیز شوي 145 میلیونه افغانۍ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د بېړنۍ رسیدګۍ لپاره منظورې کړې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement