کندهار (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۸): چارواکي وايي، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د مزو او پایو نصبولو چارې په چټکۍ روانې دي او تر دې مهاله ۵۴ سلنه مخې ته تللې دي.
دغه راز له کجکي بند څخه تر کندهار ښار او لښکرګاه پورې بیا د پایو او مزو د نوي کولو د پروژې ۷۰ سلنه کار ترسره شوی دی.
د دې تر څنګ د کندهار د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې اړوند د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې بشپړې شوې او په ازمایښتي بڼه ورڅخه کار اخیستل پيل شوي دي.
د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له غزني تر کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د پایو او مزو نصبولو چارې ۵۴ سلنه ترسره شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
هغه زیاته کړه، د برېښا ددې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې له KEC نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.
د ده په خبره، یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت لري چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې /USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.
ده هیله وښوده چې دغه پروژه به د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن