په بغلان کې د لرغونو اثارو د ساتنې پر يوې پوستې بريد شوى
په بغلان کې د لرغونو اثارو د ساتنې پر يوې پوستې بريد شوى
پلخمري (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): ناپېژانده وسله والو په بغلان کې د لرغونو اثارو د ساتنې پر يوې پوستې بريد کړى چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس ذکريا ناصري د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته نا پېژانده وسله والو د شمرق تاريخي سيمې د ساتنې پر پوستې بريد کړى دى.
د هغه په وينا، د بريد موخه چې هر څه وه خو تاريخي اثارو ته زيان نه دى رسېدلى،خو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د شمرق سيمې لرغونو اثارو د ساتنې پر امنیتي پوستې برید په تايید وایي چې په دغه پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو بل لورته د بغلان د عامې روغتیا رياست مرستیال ډاکټر عبدالحلیم غفاري پژواک ته وويل چې د پېښې له ځایه یو جسد او دوه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د اړوندو ادارو مسوولینو بغلان کې لرغونو اثارو ته د ګواښ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه .
د يادونې ده چې د صفر ١٢ قطعه د بغلان ترڅنګ په ټول افغانستان کې د تاريخي اثارو د ساتنې مسووليت لري.
ورته راپورونه:

- 517 reads
نظر ورکړئ