ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې پر بزګرانو د زعفرانو پیازو د وېش لړۍ پیل شوه

پکتیکا کې پر بزګرانو د زعفرانو پیازو د وېش لړۍ پیل شوه

author avatar
24 Jun 2019 - 16:43
پکتیکا کې پر بزګرانو د زعفرانو پیازو د وېش لړۍ پیل شوه
author avatar
24 Jun 2019 - 16:43

ښرنه (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا د کرنې رياست له لوري د مرکز ښرنې، يوسف خېلو، يحيى خېلو او مټا خان ولسواليو پر کروندګرو د زعفران پيازو د وېش لړۍ پيل شوه.

د يادې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر وويل چې د هر ګروندګر لپاره یې پنځه سوه کيلوګرامه د زعفرانو پياز په نظر کې نيولي دي.

ده وويل: ((موږ نن نمايشي څو کسانو ته دغه پياز ورکړل، دغه سلسله مو پيل کړه او په پام کې ده چې ډېرو کروندګرو ته يې ورکړو.))

د نوموړي په وينا، د همدې مرستو په لړ کې سره له دې چې کروندګرو ته د زعفرانو اصلاح شوي پياز ورکول کېږي، تر څنګ يې وسايل او د حاصلاتو راټولولو زده کړې هم ورکول کېږي.

په دې غونډه کې د مټا خان ولسوالۍ يوه مرسته اخيستونکي کروندګر حاجي ګل باز پژواک ته وويل چې د زعفرانو پيازو ته ډېر خوشحاله دي.

دى وايي: ((زعفران ښه حاصلات ورکوي او په ښه بيه خرڅېږي هم، خو چې دا تخمونه يې لږ وخت موږ ته راکړل شوي واى، ډېره به ښه وه.))

همدارنګه د يحيى خېلو ولسوالۍ يوه کروندګر نظرمحمد پژواک ته وويل چې له دې وړاندې يې د زعفرانو په اړه معلومات نه درلودل خو اوس يې هم معلومات او هم يې د زعفرانو پياز ترلاسه کړي دي.

د غونډې په پاى کې د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني وويل چې دغه ولايت پراخې کرنيزې ځمکې لري خو کروندګر يې بيا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

بل لور ته حکومتي چارواکي پر دې باور دي چې زعفران د کوکنارو د کښت تر ټولو ښه بديل کېداى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.