ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: هیله ده تر افغان ولسمشریزو ټاکنې مخکې طالبانو سره د سولې تړون وشي

امریکا: هیله ده تر افغان ولسمشریزو ټاکنې مخکې طالبانو سره د سولې تړون وشي

author avatar
25 Jun 2019 - 20:19
امریکا: هیله ده تر افغان ولسمشریزو ټاکنې مخکې طالبانو سره د سولې تړون وشي
author avatar
25 Jun 2019 - 20:19

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د سفر پر مهال پخپل وخت پر افغان ولسمشریزو ټاکنو د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې تر ټاکنو مخکې طالبانو سره د سولې تړون وشي.
هغه چې نن غرمه مهال کابل ته راغلی و، په ارګ کې یې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله سره ولیدل ، پر سولې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپیو مازیګر ناوخته د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې ته وینا وکړه او د خبریالانو سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دوو لسیزو جګړو وروسته اوس په افغانستان کې د سولې وخت رارسیدلی دی، ځکه چې د امریکا ملي ګټې هم افغان سولې سره تړاو لري او افغانان هم سوله غواړي.
پومپیو وویل، چې په کابل کې یې له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره یې ګټورې خبرې کړې او سوله هم د هغوی په لومړیتوبونو کې ده.
پومپیو پخپل وخت پر افغان ولسمشریزو ټاکنو هم ټینګار وکړ .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د روان زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې یې له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې پر څلورو مواردو موافقه شوې وه.
د هغه په وینا، پر لومړیو دوو مواردو، له ترهګرۍ سره مبارزه او د امریکایي ځواکونو وتلو کې پرمختګ شوی، خو پر دې تر موافقې وروسته پر هر اړخیز اوربند او بین الافغاني مذاکراتو باید پرمختګ وشي.
پومپیو وایي، چې پر لومړیو دوو مواردو موافقې سره وروستیو دوو مواردو ته دروازه پرانستل کیږي.
نوموړي په ډاګه کړه، چې تر اوسه له طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو هیڅ پریکړه نه ده شوې او د ځواکونو وتل مشروط دی.
هغه زیاته کړه : (( تر اوسه د ځواکونو د وتلو هیڅ پلان نه دی جوړ شوی.))
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دوی هم مهاله له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړې دي او هیله یې څرګنده کړه، چې په میزان میاشت کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې یوې هوکړې ته ورسیږي.
نوموړي دغه راز وویل، چې ډیر ژر به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شی، خو هغه وویل، چې په دې کې به اپوزیسیون، مدني ټولنې او د ښځو استازي هم ګډون ولری.
هغه دافغان سولې پروسه کې د روس، چین، اروپایی اتحادیه او پاکستان د رول ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې پاکستان په دې برخه کې عملي همکاري وکړي.
ده زیاته کړه، چې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په ګډه تر سولې وروسته پر پلانونو یې کار پیل کړی دی او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې به ساتل کیږي.
پومپیو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل، چې ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې، چې د د اعش او القاعدې په ګډون ترهګر چې هرچیرته وي، ځپل کیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.