ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جینز ستولنبرگ: د ناټو متحدين له طالبانو سره د سولې په اړه د خليلزاد له هڅو ملاتړ کوي

جینز ستولنبرگ: د ناټو متحدين له طالبانو سره د سولې په اړه د خليلزاد له هڅو ملاتړ کوي

author avatar
25 Jun 2019 - 19:00
جینز ستولنبرگ: د ناټو متحدين له طالبانو سره د سولې په اړه د خليلزاد له هڅو ملاتړ کوي
author avatar
25 Jun 2019 - 19:00

بروکسل(پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د ناټو سازمان وايي چې ددغه سازمان ټول متحدین له طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي او له افغانستان سره دوامدارې همکارۍ ته ژمن دي.

د ناټو سازمان سرمنشي جینز ستولتنبرګ نن په بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدلای او باید بین افغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

ټاکل شوې د ناټو سازمان د دفاع وزیران سبا او بل سبا د نورو نړیوالو بحثونو لکه د ناتو او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له فضايي حریم څخه دفاعي کړنلاره او د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي لګښت د ډېرېدو د څرنګوالي سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

ستولنبرګ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د افغانستان د سولې او ثبات بهیر به ددغه سازمان د غړو هېوادونو د پنجشنبې د ورځې د خبرو اصلي موضوع وي.

نوموړي زیاته کړه: ((افغانستان زموږ د اجنډا مهمه موضوع ده او موږ له ټولو هغو هېوادونو سره چې په دغه هېواد کې د ناټو له روزنیز ماموریت سره مرسته کوي وینو.))

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((په داسې حال کې چې امنیتي وضیعت د تېر په څېر پاتې شوی خو په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې ساری فرصت وینو او زموږ متحدین په بشپړ ډول په افغانستان کې د سولې سیاسي حللارې ته درسېدو په برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.))

هغه د طالبانو له استازو سره د زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د تازه پړوا پیلېدو ته چې ټاکل شوې تر راتلونکو څلورو ورځو پیل شي په اشاره وویل، خلیلزاد د خپلو ټولو هڅو په تړوا د ناټو سازمان نورو غړو ته معلومات ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((موږ په قوت د سولې له خبرو ملاتړ کوو، ټول متحدین مو له دې هڅو ملاتړ کوي، موږ د سولې د خبرو له مهم غړي زلمي خلیلزاد سره نږدې مشورې کوو او هغه څو ځله دلته وو چې له متحدانو سره مشوره وکړي او دوی ته معلومات ورکړي.))

ستولنبرګ روښانه کړه چې د ناټو متحدین د سولې له بهیر څخه ملاتړ ته ژمن دي.

د ناټو سرمنشي دغه راز د رسنیو د فعالیتونو په تړاو د طالبانو وروستي ګواښ ته په اشاره چې که تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې تبلیغات بند نه کړي بریدونه به پرې وکړي وویل: ((موږ د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ په سختۍ سره غندو، ځکه د اطلاعاتو رسول د خبریالانو بشپړ دموکراتیک حق دی څو د بیان ازادي ولري او خپلې چارې ترسره کړي او په کوم ډول چې غواړي راپور ورکړي او ولیکي.))

په ورته وخت کې په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې بیلي هاجیسون نننۍ ناستې ته وویل، خلیلزاد د سولې په خبرو کې قوي هڅې کوي.

هغې زیاته کړه: ((که څه هم د سولې هڅې به اسانه او ژر پایلې ونه لري خو موږ هیله من یو چې ژر تر ژره یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.