ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې مياشتو کې ٥٨ ټنه نشه يي توکي نيول شوي

درې مياشتو کې ٥٨ ټنه نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
25 Jun 2019 - 14:25
درې مياشتو کې ٥٨ ټنه نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
25 Jun 2019 - 14:25

کابل(پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د روان کال لومړيو درېيو مياشتو کې ٥٨ ټنه نشه يي توکي تر لاسه کړي او په تړاو يې د ١٣ ښځو او يوه ايراني په ګډون ۳۲۱ کسان نيولي دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق د ٢٥٨ قضيو په تړاو نيول شوي دي.

هغه وايي چې له دغو کسانو څخه د شپږو ښځو په ګډون ۷۲ تنه د کابل په هوايي ډګر کې نيول شوي. د ده په وينا، له دغو کسانو څخه ځينو يې نشه يي توکي په خېټه او ځينو په لاسي بکسونو کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې  هند، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او ځينو اروپايي هېوادونو ته يې  ولېږدوي.

د ده په وينا، تېر کال په همدې موده کې د ۱۸۶ پېښو په تړاو ۲۳۰ کسان نيول شوي وو چې ۱۹ يې دولتي کارکوونکي او دوه بهرنيان وو.

موحد زياتوي، سږ کال په درېيو لومړيو مياشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د نشه يي توکو د قاچاق قضيو کشف نږدې ۵۰ سلنه ځکه ډېر ثبت شوى چې له يوې خوا د پوليسو کړنې زياتې شوي او له بلې خوا په قانون کې اړين تعديلات راوستل شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دې موده کې نږدې ۴۵۰ کيلوګرامه شيشه،۶۳۰ کيلوګرامه هيرويين، ۸۶ کيلوګرامه مورفين، نږدې ۲،۵ ټُنه ترياک، ۳،۶ ټُنه چرس، ۴۵۰۰ کيلوګرامه تابليت کا، ۳۲ ټُنه بنګدانه، نږدې ۲۰ ټُنه جامد کيمياوي توکي، ۱۱۸۰۰ لېتره الکولي مشروبات او ۸۱۶ کيلوګرامه خشخاش نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په ياده موده کې د دغه مرکز لومړنۍ محکمې ۲۹۳ کسان او استيناف محکمې ۲۰۲ کسان له يوه تر ۳۰ کلونو بند محکوم کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.