ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمندر: د پکتيا صنعت کارانو ته هېڅ پام نه دی شوی

سمندر: د پکتيا صنعت کارانو ته هېڅ پام نه دی شوی

author avatar
25 Jun 2019 - 16:18
سمندر: د پکتيا صنعت کارانو ته هېڅ پام نه دی شوی
author avatar
25 Jun 2019 - 16:18

ګردېز(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مسووولين وايي چې پکتيا کې صنعت ته هېڅ پام نه دی شوی او په دغه ولايت کې صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی او صنعت کاران،چې ګردېز کې يې د صنايعو او کانونو خونې په پرانيست غونډه کې خبرې کولې، په دې برخه کې ولايتي ادارې او مرکزي دولت په غفلت تورن کړل او ويې ويل چې صنعت کارانو ته له تشو ژمنو پرته هېڅ عملي کار نه دی شوی.

د پکتيا د صنعت کارانو مشر فضل الدين جلالزی وايي چې له دوی سره شاوخوا دوولس کاله وړاندې په ګردېز کې د صنعتي پارک فعالېدو ژمنه شوې وه، خو له يوې لسيزې د ډېر وخت په تېرېدو لا هم نه دی فعال شوی.

جلالزی د برېښنا نه وېش بله لويه ننګونه بولي او وايي چې اوسمهال د پکتيا صنعت کارانو ته يو يونټ برېښناپه ۱۶،۷۵ افغانۍ ورکول کيږي، په داسې حال کې چې دا حساب په پلازمېنه کې ۶،۵ افغانۍ دی.

نوموړي وويل:((هغه جنس چې دلته توليديږي د ګمرکونو له لارې د قاچاق په ډول راځي، د ګمرک مال قطعا نه تشرېح کيږي. د پارک صنعتي او برېښنا د نشتون له امله زموږ ښه، ښه صنعت کارانو نورو ولايتونو ته فرار وکړ.))

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالم يار وايي، ګڼ سوداګر او پانګه وال په ګردېز کې پانګونې ته لېواله دي، خو په خبره يې د صنعتي پارک د نه فعالېدو او هلته د برېښنا او نورو اسانتياوو د نشتون له امله لا هم په ياده پروسه کې پرمختګ نه دی شوی.

عالميار په اقتصادي زون د پکتيا د بدلولو په اړه د ولسمشر غني ژمنې ته په اشارې وويل چې د دې لويې چارې تر سره کولو لپاره لا په ګردېز کې ان لومړني کارونه هم نه دي شوي.

ده وويل:((اقتصادي زون خپل مختلف معيارونه لري، چې موږ د لس کلونو لپاره برق معاف کړو، د رېل پټلۍ بايد وي چې دلته د شته خامو موادو له فرصتونو استفاده وکړو، يو څو کاله ماليه څنګه معاف يا کمه کړو او داسې نور.))

د معراج الدين احمدزي په نوم يو تن صنعت کار، چې په ګردېز کې د رخت فابريکه لري، وايي چې لويه ستونزه يې د فني کارکوونکو د نشتوالي هم ده او له اړوند وزارت او نورو ادارو غواړي چې په دې برخه کې مسلکي کسان وروزي.

دی وايي:((بل لوی مشکل دا دی چې د مشينري الاتو لپاره مسلکي کسان نه لرو، زموږ کمپيوټري مشينري ده، کله چې خرابه شي، بيا موږ له پاکستانه په څلور چنده يو شاګرد د استاد په توګه راولو.))

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې اجراييوي رييس رحيم الله سمندر هم وويل چې په پکتيا کې صنعت او صنعت کارانو ته پاملرنه نه ده شوې او زياتوي هڅه يې دا ده چې له ولايتي ادارې سره په ګډه په دې ولايت کې د صنعتي پارک فعالولو او ځينو نورو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

سمندر وويل چې په پکتيا کې د بېلابېلو قميتي ډبرو، زينتي تيږو، تورنلين، کرېسټال او مس کانونه لري، خو په خبره يې تر اوسه يې قانوني استخراج ته کار نه دی شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.