ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالحميد خراساني ونیول شو

عبدالحميد خراساني ونیول شو

author avatar
25 Jun 2019 - 16:04
عبدالحميد خراساني ونیول شو
author avatar
25 Jun 2019 - 16:04

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد په کچه تر ټولو ستر او خطرناک مجرم عبدالحميد خراساني د کابل پوليسو له لوري نیول شوی دی.

د یاد وزارت وياند نصرت رحیمي، نن پژواک خبری اژانس ته وویل چې خراساني نن د لاريون پرمهال هغه وخت په کابل کې ونيول شو چې غوښتل یې له پوليسو سره نښته وکړي.

نوموړي زياته کړه چې عبدالحمید خراساني د سازمان شوو مجرمينو په نوملړکې له کورنیو چارو وزارت سره ثبت و، څو ځله يې له پولیسو سره جګړه کړې وه او په تېښته بریالی شوی و، خو بالاخره نن ونيول شو.

رحيمي وویل، خراساني له سوداګرو، تېل پلورونکو او هټيوالو څخه د باج اخيستنې او د انسان تښتونې، وژنې، لوټمارۍ، شوکمارۍ او زور زیاتي په څو قضیو کې ښکېل دى.

د کورنيو چارو وزارت زیاته کړه چې د جنایتکارو وسله والو درلودل، د نشه يي توکو قاچاق په ځانګړې توګه د وږي په اتلسمه د ماتم کاروان په پلمه، په کابل ښار کې د وېرې او ډار خپرولو، په انځوریز او غږیز ډول ځینو دولتي چارواکو ته سپکې سپورې ويل او د افغانستان ملي بیرغ سوځول هغه جرایم دي چې خراساني په نیغ ډول په کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو شبکو کې د انځوریزکلیپ خپرېدا ښيي چې خراساني د کابل ښار هوايي ډګر په اتيامتره سړک له خپل موټرسره ولاړ دی او په ټيلېفون کې له چارواکو سره خبري کوي چې د کارنيزيون منسوبينو له لوري نيول کېږي.

په دې انځوریزکلیپ کې څرګندېږي چې د خراساني پلويانو کورنيو چارو وزارت ته مخامخ ۸۰ متره سړک د ترافيکو پرمخ تړلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.