ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: خلکو ته د ټاکنو د نومليکنې پروسې په اړه سم پوهاوى نه دى ورکړل شوى

عبدالله: خلکو ته د ټاکنو د نومليکنې پروسې په اړه سم پوهاوى نه دى ورکړل شوى

author avatar
25 Jun 2019 - 15:18
عبدالله: خلکو ته د ټاکنو د نومليکنې پروسې په اړه سم پوهاوى نه دى ورکړل شوى
author avatar
25 Jun 2019 - 15:18

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د حکومت اجرایي مشر، نن وروسته له هغه چې کابل کې د ټاکنو د نومليکنې په يوه مرکز کې يې خپل نوم په ځنډ سره پيدا کړ، د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل چې د پخوانيو رايه ورکوونکو نوملړ د مرکزونو پر ديوالونو وځړوي.   

د حکومت د اجرايي رياست په  خبرپانه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله  نن د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند نادریې لېسه کې د ولسشمريزو ټاکنو لپاره د تقویتي نوملیکنې له بهیر څخه لېدنه وکړه.

سرچينه ليکي چې عبدالله په یاد ټاکنیز مرکز کې د رایه ورکوونکو په هغه نوملړ کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته یې نوملیکنه کړې وه، خپل نوم ولټاوه او په دغه بهير کې يې ځينې ستونزې يادې کړې.   

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې هوا علم نورستانۍ نن يوې خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ډاکټر عبدالله کابل کې د نومليکنې يوه مرکز ته تللى و او په ډېر ځنډ يې د رايې ورکوونکو په نوملړ کې خپل نوم موندلى، وويل چې ځينې ستونزې شته خو کمېسيون هڅه کوي چې دغه ستونزې حل کړي.  

عبدالله ويلي چې خلکو ته تر اوسه هم د ټاکنو لپاره د رایې ورکولو د ثبت، د خپل نوم د اصلاح او یا له دې د ډاډه کېدو چې په اړوند مرکز کې یې نوم شته او که نه؟ سم پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتي چې د پخوانیو رایه ورکوونکو نوملړ باید پر دېوال ځوړند کړي او یا يې په انلاین ډول د خلکو په واک کې ورکړي.

هغه کسان چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته يې نومليکنه کړې، بيا نومليکنې ته اړتيا نه لري، خو کولاى شي خپل نوم د رايې ورکوونکو په نوملړ کې چک او يا اصلاح کړي. په تقويتي نومليکنه کې هغه کسان خپل نومونه ثبتوي او پر تذکرو يې سټيکر لګول کېږي چې يا يې د عمر ١٨ کلونه د ټاکنو تر ورځې پوره کېږي او يا يې د نورو دلايلو له امله مخکې نومليکنه نه وي کړې.

عبدالله ويلي: "درې ورځې د نوم لیکنې پای ته رسېدو ته پاتې دي او د ټاکنو کمېسیون باید هڅه وکړي، چې د تېرو پارلماني ټاکنو ستونزې تکرار نه شي، خلکو ته سهولتونه برابر او عامه پوهاوی ډېر کړي، تر څو له یوې خوا خلک نوملیکنې ته زړه ښه کړي او له بلې خوا ډاډه شي چې نوم یې د رایې ورکوونکو په لېست کې شته."

د ټاکنو لپاره تقويتي نومليکنه د غبرګولي په ١٨مه پيل شوې ده.

اجرايي رييس له هغو خلکو چې تر اوسه يې نومليکنه نه ده کړي، غوښتي چې نومليکنه وکړي.

دغه راز دى وايي هغه کسان چې د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې يې نومليکنه کړې، بايد ځانونه ډاډه کړي، چې نوم یې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې شته.

ده ويلي چې د یادو ستونزو د حل لپاره به د ټاکنو کمېسیون له چارواکو سره هم ناستې ولري، خو ډاډ یې ورکړ چې هېچا ته به د خپل ځان او اجرايي رياست له ادرسه په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.