غزني ښار(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د غزني امنيه قوماندان وايي، پوليسو هغه کس نيولى چې تر اوسه يې څو تنه په بې غږه تومانچې وژلي دي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال خالد وردګ د چنګاښ په څلورمه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، دغه کس محمد جان نوميږي چې د غزني ښار د کلا سبز د صرافيو له مارکېټ څخه نيول شوى دى.
قوماندان وايي: ((له بې غږه تومانچې سره يوځاى مو نيولى د ډېرو کسانو په وژلو کې يې لاس درلوده.))
د وردګ په وينا، له ياد شوي کس څخه څېړنې رواني دي ترڅو نور ملګري يې هم ونيول شي.
خو خپله محمد جان پژواک ته وويل: ((زه د چا په وژلو کې لاس نه لرم، طالبانو راته دغه تومانچه راکړه چې په ښار کې يې يو بل چا ته تسليم کړم.))
د غزني پوليسو دغه کس ته د نورو خبرو کولو اجازه ور نه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يکشنبې په ورځ په غزني ښار کې د ژوند ټولنې مشر نقيب الله خاکسار او د ملي امنيت يو کارکوونکى په بې غږه تومانچو ووژل شول.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې هدفي وژنې ډېرې شوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن