ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د سولې د داخلي اجماع پر پياوړتيا ټينګار وکړ

مشرانو جرګې د سولې د داخلي اجماع پر پياوړتيا ټينګار وکړ

author avatar
25 Jun 2019 - 19:03
مشرانو جرګې د سولې د داخلي اجماع پر پياوړتيا ټينګار وکړ
author avatar
25 Jun 2019 - 19:03

 کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): مشرانو جرګې د ارګ او ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو تر منځ د اختلافونو د حل د غوښتنې تر څنګ په هېواد کې د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د جوړېدو هرکلی کړی او د داخلي اجماع د قوي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

 دغه راز د مشرانو جرګې یادو غړو په هېواد کې د ناامنۍ پر ډېرېدو او د طالبانو له خوا د یو شمېر ولسوالیو پر سقوط نیوکه وکړه او ویې ویل، امنیتي بنسټونو د دغو ستونزو د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان ناسته بې لاسته راوړنو بللې او وايي، په دې ناسته کې اصلي لوریو ګډون نه درلود.

نن د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په کابل کې د یوې سترې ناستې په ترڅ کې د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه وباله او غوښتنه یې وکړه چې د محدودو صلاحیتونو لرونکی سرپرست حکومت دې جوړ شي.

 د مشرانو جرګې غړي کامل بېک حسیني ددې جرګې په نننۍ ناسته کې د ارګ او ولسمشرۍ ټاکنو دنوماندانو ترمنځ اختلافونو ته په اشاره وویل، لاریونونه د هېوادوالو حق دی، خو هڅه دې وشي چې دوام یې په هېواد کې بحران رامنځته نه کړي.

 هغه له ارګ او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې رامنځته شوی اختلاف دې د خبرو او مصالحې له لارې حل کړي.

 نوموړي د پاکستان ناستې ته په اشاره وویل: (( موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو، خو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستانه غواړو چې د سیاستوالو او اپوزسیون په بلنه ستونزه نه حلېږي، زموږ ګاونډیان باید خپله بې طرفي وساتي، عدالت، یو بل منل، برابري او د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي.))

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي د سولې ټینګښت د هېواد له لومړيتوبونو وباله او ویې ویل، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې، خو په داخلي اجماع کې ځينې نیمګړتیاوې شته او د داخلي اجماع د قوي کېدو لپاره باید جدي توجه وشي.

 دغه راز یو شمېر سناتورانو په هېواد کې پر ناامنۍ او د طالبانو له خوا د ولسوالیو پر سقوط نیوکه وکړه او ویې ویل، په ولسوالیو کې د طالبانو د موجودیت له امله خلک مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او د ولایتونو په مرکزونو کې راټول شي، خو امنیتي مسوولینو دې برخې ته د پام وړ توجه نه ده کړې.

  د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ناستې په پای کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ناستې ته په اشاره وویل، د قانون مطابق یې حق دی، خو باید خپلو اقدامونو ته متوجه وي چې دښمن له دغه ډول فضا څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او باید یاده ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

 نوموړي ددې په روښانولو چې د سولې اصلي مالکان افغانان او افغان حکومت دی وویل: ((د سولې د مشرتابه شورا باید بېرته کار پیل کړي، په اوسني وضعیت کې د دې شورا موجودیت ډېر مهم او اړین دی.))

 نوموړي د پاکستان په لاهور کې د یو شمېر افغان سیاستوالو ناستې ته په اشاره وویل، په دې ناسته کې ډېری د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ګډون کړی و او د قضیې اصلي لوري نه وو موجود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.