کابل (پژواک،٤ چنګاښ ۹۸): د بدخشان د خلکو استازی عبدالشکور واقف حکیمي، د کابل د خلکو استازي جاوېد جیحون او قاضي میر رحمان افغان صافی د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته نوماند شول.
ټاکل شوې یاد درې نوماندان به هر یو په پنځو دقیقو کې د جرګې غړو ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي او وروسته به ورته د رایې صندوقونه کېښودل شي.
د ولسي جرګې د ریاست تېرې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ ددې جرګې د نصاب په اړه اختلاف درلود، ځینو ۲۴۴ کسان او یو شمېر نورو بیا ۲۴۷ کسان بلل.
که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وای بریالي نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لرله، خو که نصاب ۲۴۷ کسان شوي وای بریالي نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړې وای.
رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې تر لاسه کړې وې خو پلویانو یې ویل چې د نوموړي یوه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې چې په اصل کې باطله نه وه، خو د جرګې نورو غړو بیا دغه رایه باطله ګڼله.
خو تېره ورځ د جرګې ډېری غړو ددې جنجالي رایې د باطل ګڼلو په اړه رایې ورکړې.
د ولسي جرګې غړي او ددې جرګې د نننۍ ناستې موقت مدیر عالم ساعي د پایلو تر اعلان وروسته وویل، هېڅ نوماند ( میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) نه دي بریالي شوي.
تېره ورځ پرېکړه وشوه چې نن (سه شنبه) به د ریاست څوکۍ د نوو نوماندانو تر منځ ټاکنې وشي.
په همدې اساس، نن د بدخشان د خلکو استازى عبدالشکور واقف حکیمي او د کابل د خلکو استازي جاوېد جیحون او میر افغان صافی د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته نوماند شول.
د یاونې ده چې د ننګرهار د خلکو استازی ملک قیس نوراقا ملکزی د تېرې ورځې په ناسته کې د ولسي جرګې موقت رییس ټاکل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن