ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې

د ولسي جرګې ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې

author avatar
25 Jun 2019 - 19:38
د ولسي جرګې ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې
author avatar
25 Jun 2019 - 19:38

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې رياست ټاکنو ته نوماندان، په دويم پړاو کې هم د اړينو رايو په ترلاسه کولو بريالي نه شول او دا ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې.

د ملي شورا اوولسمه تقنيني دوره، نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې پرانيستل شوه؛ خو تر اوسه دا جرګه مشر او اداري پلاوی نه لري.

د ولسي جرګې رياست لپاره د لومړي پړاو ټاکنې د روان کال غويي په ۲۶ ترسره شي په ياد پړاو کې څلورتنه (ميررحمان رحماني، کمال ناصراصولي، ميرويس ياسيني او عمرنصيرمجددي) نوماندان شوي وو؛ خو دا چې په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند اړينې رايې ترلاسه نشوې کړای، په دويم پړاو کې د دوو مخکښو نوماندانو اصولي او رحماني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.

ټاکنې د رحماني او اصولي ترمنځ ترسره شوې؛ خو پايله يې ځکه جوته نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ د نصاب پر سر اختلاف درلود؛ ځينو نصاب ۲۴۴ او نورو بيا ۲۴۷ تنه باله.

که نصاب ۲۴۴ تنه وو، ګټونکي نوماند ۱۲۳ موافقو رايو ته اړتيا لرله؛ خو که نصاب ۲۴۷ تنه تثبيت شوی و، بريالي نوماند بايد ۱۲۴ موافقې رايې ترلاسه کړې وې.

رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رايې اخيستې وې؛ خو پلويانو يې ويل چې د رحماني يوه رايه د جرګې موقت رييس له لوري باطل اعلان شوې ده چې په حقيقت کې باطل نه وه؛ خو ځينو نورو بيا ويل چې دا رايه باطله ده.

خو تېره ورځ د جرګې ډيری غړو د يادې لانجمني رايې بطلان ته رايه ورکړه خو نن د ټاکنو په دويم پړاو کې د نوو نوماندانو (عبدالشکورواقف حکيمي، جاويد جيحون او قاضي ميرافغان ساپي) ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.

خو دا چې د دې پړاو په لومړي دورکې، هېڅ نوماند پنځوس جمع يوه رايه ترلاسه نکړه او بيا د دوه مخکښو نوماندانو( جاويد جيحون او ميرافغان ساپي ترمنځ) ټاکنې ترسره شوې؛ خو دا ځل هم يو تن د اړينو رايو په ترلاسه کولو بريالی نه شو.

د ولسي جرګې نننۍ نصاب ۲۳۶ کسان وو او هر نوماند لږ ترلږه ۱۱۹ رايو ترلاسه کولو ته اړتيا درلوده؛ خو دا چې جيحون ۷۶ او صافي ۸۸ رايي واخيستې، دغه راز د رايه ورکولو په  ننني بهيرکې ۶۴ باطل او اته سپينې رايې کارول شوي دي.

د دې پايلو له اعلان وروسته، د ولسي جرګې موقت مشر ملک قيس نورآقا ملکزي وويل چې د ولسي جرګې ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې او ټاکل شوې چې سبا د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.