د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سمندر: د پکتيا صنعت کارانو ته هېڅ پام نه دی شوی

سمندر: د پکتيا صنعت کارانو ته هېڅ پام نه دی شوی

Jun 25, 2019 - 16:18

ګردېز(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مسووولين وايي چې پکتيا کې صنعت ته هېڅ پام نه دی شوی او په دغه ولايت کې صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی او صنعت کاران،چې ګردېز کې يې د صنايعو او کانونو خونې په پرانيست غونډه کې خبرې کولې، په دې برخه کې ولايتي ادارې او مرکزي دولت په غفلت تورن کړل او ويې ويل چې صنعت کارانو ته له تشو ژمنو پرته هېڅ عملي کار نه دی شوی.

د پکتيا د صنعت کارانو مشر فضل الدين جلالزی وايي چې له دوی سره شاوخوا دوولس کاله وړاندې په ګردېز کې د صنعتي پارک فعالېدو ژمنه شوې وه، خو له يوې لسيزې د ډېر وخت په تېرېدو لا هم نه دی فعال شوی.

جلالزی د برېښنا نه وېش بله لويه ننګونه بولي او وايي چې اوسمهال د پکتيا صنعت کارانو ته يو يونټ برېښناپه ۱۶،۷۵ افغانۍ ورکول کيږي، په داسې حال کې چې دا حساب په پلازمېنه کې ۶،۵ افغانۍ دی.

نوموړي وويل:((هغه جنس چې دلته توليديږي د ګمرکونو له لارې د قاچاق په ډول راځي، د ګمرک مال قطعا نه تشرېح کيږي. د پارک صنعتي او برېښنا د نشتون له امله زموږ ښه، ښه صنعت کارانو نورو ولايتونو ته فرار وکړ.))

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالم يار وايي، ګڼ سوداګر او پانګه وال په ګردېز کې پانګونې ته لېواله دي، خو په خبره يې د صنعتي پارک د نه فعالېدو او هلته د برېښنا او نورو اسانتياوو د نشتون له امله لا هم په ياده پروسه کې پرمختګ نه دی شوی.

عالميار په اقتصادي زون د پکتيا د بدلولو په اړه د ولسمشر غني ژمنې ته په اشارې وويل چې د دې لويې چارې تر سره کولو لپاره لا په ګردېز کې ان لومړني کارونه هم نه دي شوي.

ده وويل:((اقتصادي زون خپل مختلف معيارونه لري، چې موږ د لس کلونو لپاره برق معاف کړو، د رېل پټلۍ بايد وي چې دلته د شته خامو موادو له فرصتونو استفاده وکړو، يو څو کاله ماليه څنګه معاف يا کمه کړو او داسې نور.))

د معراج الدين احمدزي په نوم يو تن صنعت کار، چې په ګردېز کې د رخت فابريکه لري، وايي چې لويه ستونزه يې د فني کارکوونکو د نشتوالي هم ده او له اړوند وزارت او نورو ادارو غواړي چې په دې برخه کې مسلکي کسان وروزي.

دی وايي:((بل لوی مشکل دا دی چې د مشينري الاتو لپاره مسلکي کسان نه لرو، زموږ کمپيوټري مشينري ده، کله چې خرابه شي، بيا موږ له پاکستانه په څلور چنده يو شاګرد د استاد په توګه راولو.))

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې اجراييوي رييس رحيم الله سمندر هم وويل چې په پکتيا کې صنعت او صنعت کارانو ته پاملرنه نه ده شوې او زياتوي هڅه يې دا ده چې له ولايتي ادارې سره په ګډه په دې ولايت کې د صنعتي پارک فعالولو او ځينو نورو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

سمندر وويل چې په پکتيا کې د بېلابېلو قميتي ډبرو، زينتي تيږو، تورنلين، کرېسټال او مس کانونه لري، خو په خبره يې تر اوسه يې قانوني استخراج ته کار نه دی شوی.

سمندر زياته کړه چې د دوی خونه صنعت کارانو ته له لس ــپنځلس ‌ډوله بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي او د صنعت له ودې سره مرسته کوي.

دی وايي:((پکتيا کې زموږ صنايع، خصوصي سکتور او فابريکه داران له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د مرکز کم کاري او غفلت به هم وي، خو د ولايتي ادارې توجه هم غواړي او موږ هم مرسته کوو او په ګډه به انشاالله دا ستونزې حل کوو.))

د پکتيا ولايتي اداره وايي چې له صنعت کارانو سره پوره همکار دي او په هره برخه کې ورته د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره هلې، ځلې کوي.

ياده دې وي چې اوسمهال په پکتيا کې له سلو زياتې بېلابېلې توليدي فابريکې شته چې د استوګنې په کورونو کې شخصي اسانتياوو فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement