د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې د سولې د داخلي اجماع پر پياوړتيا ټينګار وکړ

مشرانو جرګې د سولې د داخلي اجماع پر پياوړتيا ټينګار وکړ

Jun 25, 2019 - 19:03

 کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): مشرانو جرګې د ارګ او ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو تر منځ د اختلافونو د حل د غوښتنې تر څنګ په هېواد کې د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د جوړېدو هرکلی کړی او د داخلي اجماع د قوي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

 دغه راز د مشرانو جرګې یادو غړو په هېواد کې د ناامنۍ پر ډېرېدو او د طالبانو له خوا د یو شمېر ولسوالیو پر سقوط نیوکه وکړه او ویې ویل، امنیتي بنسټونو د دغو ستونزو د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان ناسته بې لاسته راوړنو بللې او وايي، په دې ناسته کې اصلي لوریو ګډون نه درلود.

نن د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په کابل کې د یوې سترې ناستې په ترڅ کې د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه وباله او غوښتنه یې وکړه چې د محدودو صلاحیتونو لرونکی سرپرست حکومت دې جوړ شي.

 د مشرانو جرګې غړي کامل بېک حسیني ددې جرګې په نننۍ ناسته کې د ارګ او ولسمشرۍ ټاکنو دنوماندانو ترمنځ اختلافونو ته په اشاره وویل، لاریونونه د هېوادوالو حق دی، خو هڅه دې وشي چې دوام یې په هېواد کې بحران رامنځته نه کړي.

 هغه له ارګ او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې رامنځته شوی اختلاف دې د خبرو او مصالحې له لارې حل کړي.

 نوموړي د پاکستان ناستې ته په اشاره وویل: (( موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو، خو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستانه غواړو چې د سیاستوالو او اپوزسیون په بلنه ستونزه نه حلېږي، زموږ ګاونډیان باید خپله بې طرفي وساتي، عدالت، یو بل منل، برابري او د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي.))

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي د سولې ټینګښت د هېواد له لومړيتوبونو وباله او ویې ویل، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې، خو په داخلي اجماع کې ځينې نیمګړتیاوې شته او د داخلي اجماع د قوي کېدو لپاره باید جدي توجه وشي.

 دغه راز یو شمېر سناتورانو په هېواد کې پر ناامنۍ او د طالبانو له خوا د ولسوالیو پر سقوط نیوکه وکړه او ویې ویل، په ولسوالیو کې د طالبانو د موجودیت له امله خلک مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او د ولایتونو په مرکزونو کې راټول شي، خو امنیتي مسوولینو دې برخې ته د پام وړ توجه نه ده کړې.

  د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ناستې په پای کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ناستې ته په اشاره وویل، د قانون مطابق یې حق دی، خو باید خپلو اقدامونو ته متوجه وي چې دښمن له دغه ډول فضا څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او باید یاده ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

 نوموړي ددې په روښانولو چې د سولې اصلي مالکان افغانان او افغان حکومت دی وویل: ((د سولې د مشرتابه شورا باید بېرته کار پیل کړي، په اوسني وضعیت کې د دې شورا موجودیت ډېر مهم او اړین دی.))

 نوموړي د پاکستان په لاهور کې د یو شمېر افغان سیاستوالو ناستې ته په اشاره وویل، په دې ناسته کې ډېری د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ګډون کړی و او د قضیې اصلي لوري نه وو موجود.

دوه ورځنۍ بین الافغاني ناسته د پاکستان د پنجاب ایالت په بهوربن سیمه کې د «لاهو د سولې او څېړنو د مرکز» په نوښت د روانې اوونۍ په پيل کې جوړه او له ۲۰ ډېرو افغان سیاسیونو په کې ګډون درلود.

د مشرانو جرګې رییس له پاکستانه وغوښتل چې د سولې په اړه دې له افغان حکومت سره په مشوره او تفاهم خپل اقدامات ترسره کړي، له دې پرته به دغه ډول هڅې بې پایلې وي.

مسلمیار په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشاره وویل، دغه ستونزه له امنیتي مسوولینو سره شریکوي څو ولایتي امنیتي مسوولینو ته امر وکړي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

 دغه راز هغه د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغان سیاستوالو خبرو ته په اشاره وویل: ((د ډیورنډ فرضي کرښه رسميت نه لري، دا د ملتونو حق دی نه د څو تنو سیاستوالو؛ دغه ډول کسان دې هېڅکله په دې موضوعاتو خبرې نه کوي او باید ویلي یې وای چې موږ د سولې لپاره راغلي یو نه د فرضي کرښې په تړاو بحث ته.))

دده په خبره، د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان د خلکو دریځ معلوم دی او هېڅکله به له خپل دریځ څخه تېر نه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement