ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هدفي وژنو او د پاکستان وېزو اخيستو ستونزو غبرګون کې لاريون وشو

ننګرهار کې د هدفي وژنو او د پاکستان وېزو اخيستو ستونزو غبرګون کې لاريون وشو

author avatar
25 Jun 2019 - 17:33
ننګرهار کې د هدفي وژنو او د پاکستان وېزو اخيستو ستونزو غبرګون کې لاريون وشو
author avatar
25 Jun 2019 - 17:33

جلال اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالان وايي چې ولايتي چارواکي د هدفي وژنو د مهارولو او د پاکستان له قونسلګرۍ څخه د وېزو اخيستو پرمهال د ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي.

دوی دغه راز ولايتي اداره په دې تورنوي چې ولسمشر ته د ننګرهار د وضعيت په اړه ناسم معلومات ورکوي او دلته په شته نا امنۍ، فساد او نورو ستونزو پرده اچوي.

مدني فعالانو د چنګاښ په ۴مه د ولايت مقام مخې ته د يوه لاريون پرمهال دا څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې که ولايتي اداره دا ستونزې نه شي حلولی؛ نو دوی به خپل غږ د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې د لاريون له لارې ورسوي.

د لاريون کوونکو له ډلې نور اغا ځواک وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د پاکستان له قونسلګرۍ څخه د وېزې اخيستو پرمهال خلک له ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، ټوله ګڼه ګوڼه او ستونزې په دې خاطر رامنځته کېږي چې کمېشنکارۍ ته زمينه برابره شي او هغه خلک چې اړتيا يې ډېره وي پيسې ورکړي.

هغه وويل، د همدغو ستونزو له امله په تېرو څو مياشتو کې يو شمېر کسانو د ګڼې ګوڼې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، هره ورځ يوه مېرمن او يا هم سپين ږيري ناروغان بې هوښه کېږي؛ خو ولايتي اداره يې هېڅ غم نه خوري.

دغه راز د عبدالرحمن معاون په نوم د لاريون يو بل ګډونوال وويل، دلته امنيت ورځ تر بلې خرابېږي، هره ورځ هدفي وژنې کېږي؛ خو والي او نور مسوولين يوازې د فيسبوک په پوسټونو (ليکنو) مصروف دي.

دی وايي، حکومتولي د فيسبوک او تشو خبرو کار نه دی او بايد د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخيستل شي.

لاريون کوونکو تور پورې کړ چې په قونسلګرۍ کې پوليس کمېشنکارۍ او بډې اخيستو ته زمينه برابروي او بايد مخه يې ونيول شي.

دوی وويل، که يې ولايتي اداره د ستونزو په اړه ځواب ورنه کړي؛ نو دوی به خپل غږ تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي او همالته په کابل کې به د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته لاريون وکړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د قونسلګرۍ ستونزه د ولايتي ادارې له وسه بهر خبره ده او تېره ورځ يې هم د حل په موخه له بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړې وه.

دی نه ردوي چې قونسلګرۍ څخه د وېزو اخيستو پرمهال فساد موجود نه دی؛ خو وايي، که خلک ورسره همکاري وکړي او کمېشنکاران په ګوته کړي؛ نو هر څوک چې دغه چاره ترسره کوي، دوی به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.