فیروزکوه(پژواک،۴چنګاښ ۹۸): د غور په پسابند ولسوالۍ کې د سيمې ځينو اوسېدونکو د ولسي پاڅون کوونکو په مرسته د هغو کسانو مخنيوى وکړ چې غوښتل يې مخابراتي انتنونه ويجاړي کړي
تېره ورځ، یو شمېر وسله والو قصد درلود چې د دغه ولایت د پسابند ولسوالۍ په اسپه بز کلي کې د سلام مخابراتي شبکې انتن ویجاړ کړي، خو ولسي پاڅون کوونکو او د سیمې اوسېدونکو د دې کار مخه ونيوله.
د غور ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ وسله وال د یاد ولایت پسابند ولسوالۍ هزاره مېشتو سیمو ته تللي وو، ترڅو د مخابراتي آنتن يوه پایه ویجاړه کړي خو د خلکو له خوا يې مخنیوى وشو.
نوموړي ددې په ویلو سره چې وسله والې ډلې د خلکو له لوري له مخنیوي وروسته د انتن له ویجاړولو لاس واخیست، خو د انتن د مالیاتو غوښتنه يې کوله چې خلکو يې بيا هم مخالفت وکړ.
له بلې خوا ولسي پاڅون کوونکو او قومي مشرانو ګواښ وکړ چې که وسله وال د انتن په ویجاړولو لاس پورې کړي نو خلک به يې پر وړاندې ودرېږی او له هغوى سره به په نښته لاس پورې کړي.
د غور اسپه بز کلي یوه اوسېدونکي سراج الدین وویل: «زموږ د اړیکو نيولو يوازینۍ لار د سلام همدا پایه ده، که طالبان دا قطع کړي زموږ ټولې اړیکې پرې کېږي، موږ طالبانو ته هیڅ وخت د دې کار اجازه نه ورکوو او دې ته چمتو يو چې له هغوى سره جګړه وکړو.»
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي، د دې پېښې په تائید چې د پتاب، تلمستان، روف او اسپه بز کلي له دې انتن څخه ګټه اخلي، که طالبان او یا کومه بله ډله د انتنونو په ویجاړولو لاس پورې کړي خلک به د دې کار مخنیوی وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې يې هم په غور کې په ځانګړي ډول د دې ولایت په تیوره، تولک او چهارسده ولسوالیو کې ځینې مخابراتي پایې او انتنونه ویجاړ کړي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن