ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د ریاست وروستۍ ټاکنې د میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ترسره کېږي

د ولسي جرګې د ریاست وروستۍ ټاکنې د میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ترسره کېږي

author avatar
26 Jun 2019 - 19:33
د ولسي جرګې د ریاست وروستۍ ټاکنې د میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ترسره کېږي
author avatar
26 Jun 2019 - 19:33

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په درېیم پړاو کې له دوو مخکښو نوماندانو هېڅ یو د بریاليتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې څلورم ځل ټاکنې د درېیو دورو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ترسره شي.

د کابل د خلکو استازو خان اقا رضايي او خان محمد وردګ، د پروان د خلکو استازي صدیق احمد عثماني او په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني نن د ولسي جرګې د درېیم پړاو ریاست ټاکنو ته نوماند وو.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۳۷ کسان موجود وو او هر نوماند باید د بریاليتوب لپاره ۱۱۹ رایې تر لاسه کړې وای.

خو خان محمد وردګ ۸۰، خان اقا رضايي ۷۷، صدیق احمد عثماني ۴۰ او عبدالستار حسیني ۱۴ رایې ترلاسه کړې او هېڅ یو د ریاست څوکۍ ته بریالی نه شو.

په دې ټاکنو کې څلورو کسانو سپینې او ۲۲ کسانو باطلې رایې کارولې دي.

وروسته په هغو ټاکنو کې چې د خان محمد وردګ او خان اقا رضايي ترمنځ ترسره شوې، وردګ ۱۰۵ او رضايي ۸۴ رایې ترلاسه کړې.

د ولسي جرګې موقت رییس ملک قیس نوراقا ملکزي وویل، د نننیو ټاکنو په دویم پړاو کې هم هېڅ نوماند ونه توانېد چې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، د داخلي وظایفو د اصولو پر اساس ټاکل شوې چې د ټاکنو وروستۍ دوره د مخکنیو دورو د مخکښو نوماندانو (میررحمان رحماني او خان محمد وردګ) تر منځ ترسره شي.

د ملي شورا د ۱۷مې دورې له پرانیستل کېدو شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي، خو یاده جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.

د ولسي جرګې د ریاست لومړۍ دوره ټاکنې د غويي په ۲۶ مه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې  څلور کسان [میر رحمان رحماني، میرویس یاسیني، کمال ناصر اصولي او عمر نصیر مجددي] د جرګې ریاست ته نوماند وو، خو دا چې په لومړۍ پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بریالی نه شو، په دویم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو (اصولي او رحماني) تر منځ ټاکنې ترسره شوې، خو په دې ټاکنو د یوې جنجالي رایې پر سر د جرګې غړو څو ورځې مخالفت درلود.

دوې ورځې مخکې د جرګې ډېرې غړو د جنجالي رایې د باطلېدو په تړاو رایې ورکړې او تېره ورځ  دویم پړاو ټاکنې د نوو نوماندانو (عبدالشکور واقف حکیمي، جاوېد جیحون او قاضي میر افغان ساپي) ترمنځ ترسره شوې چې هېڅ یوه د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.