کندوز ښار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس وايي چې د نا امنیو له امله د دغه ولايت د نهو ولسواليو له ډلې په څلورو کې يې د تقويتي نوم ليکني مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
دغه څرګندونې د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
فطرت وويل چې د کندوز په ګډون په ټول هېواد کې د غبرګولي په ١٨مه په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه تقويتي نوم ليکنه پيل شوې ده.
خو دى وايي چې د شاوخوا دوو اوونيو په تېرېدو سره تر اوسه دوى نه دي توانېدلي چې د نا امنۍ له امله په قلعه زال، کلباد، ګل تپه او اقتاش ولسواليو کې د تقويتي نوم ليکنې مرکزونه پرانيزي.
ده وويل چې دغه ستونزه يې د کندوز له نظامي شورا سره شريکه کړې ده څو د نوم ليکنې مرکزونه د يادو ولسواليو امنو سيمو ته انتقال کړي.
فطرت زياته کړه: ((د ټاکنو ورځې په نږدې کېدو سره امنيتي ستونزې نور هم ډېرېږي، بايد کلک امنيتي تدابير ورته ونيول شي.))
دغه راز د ګل تپې ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد ډېرې هڅې وکړي څو په دې ولسوالۍ د نوم ليکنې مرکز پرانيزي.
هغه وايي: ((دا اوس عجبه بهانه ده چې امنيت نشته، موږ مرکز نه شو پرانيستلى، دا د خلکو مسلم حق دى، که چېرې حکومت دا کار ونه کړي، د خلکو باور به نور هم پر دولت کم شي.))
د سميع الله د معلوماتو له مخې، په تېرو ټاکنو کې هم د دې ولسوالۍ ډېرو خلکو د نا امنۍ له امله نوم ليکنه نه وه کړې.
همدارنګه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، دوى اندېښمن دي چې تر اوسه په څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
دى وايي: ((هره ورځ خلک موږ ته مراجعه کوي، حکومت د مرکزونو د خلاصون لپاره هېڅ برنامه نه لري، مسوولين بايد په دې برخه کې موږ ته ځواب راکړي.))
خو د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني پژواک ته وويل چې په يادو ولسواليو کې امنيتي ستونزې نشته، دوى کولاى شي خپل مرکزونه پرانيزي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن