ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو په ګردېز کې يو جومات سوځولی

ناپېژاندو وسله والو په ګردېز کې يو جومات سوځولی

author avatar
26 Jun 2019 - 18:53
ناپېژاندو وسله والو په ګردېز کې يو جومات سوځولی
author avatar
26 Jun 2019 - 18:53

ګردېز (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): خلک او چارواکي وايي چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو په ګردېز کې يو جامع ته اور اچولی او ځينې برخې يې سوځېدلې دي.

پوليس وايي، په دې پېښه کې د جومات ممبر، مهراب او تر لسو ډېر قرانکريمونه سوځېدلي دي.

د مرکز ګردېز د دولتزو کلي اوسېدونکي نورمحمد د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې وې چې ځينو نامعلومو کسانو جومات ته اور اچولی او د اور له بلېدو وروسته يې ډزې کړې دي.

نوموړی وايي، په پېښه کې د جومات ځينې برخې او قران شريفونه سوځېدلي او د خلکو په را خبرېدو د اور د ډېرېدو مخه نيول شوې ده.

نور محمد وويل: ((د شپې لس نيمې وې، شور ماشور شو، وای هله جومات اور اخيستی دی. د اور سمې لمبې بلېدې، لس، دوولس قران شريفونه، ممبر، مهراب او ځيني نور شيان سوځېدلي دي، ډزې هم وشوې داسې خاص معلومات نشته چې دغه کار چا کړی دى.))

دغه راز د غونډۍ کلي اوسېدونکی شفيق الله ارمان وايي په دغه کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ ځينې ستونزې وې چې ښايي له امله يې جومات هم سوځېدلی وي.

ارمان دا غير اسلامي او غير انساني کار بولي او له مسوولو چارواکو غواړي چې عاملين يې پيدا او سخته سزا ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر رفيع الله مجاهد پژواک ته وويل چې د شپې شاوخوا لس بجې له پېښې سره سم سيمې ته رسېدلى خو د جومات سوځوونکي تښتېدلي وو.

مجاهد وايي چې د کلي د دواړو لانمجنو ډلو ځيني کسان يې نيولي او زياتوي: ((په جومات د دوه کورنيو لانجه ده يو وايي زموږ ده بل وايي زموږ ده؛ نو کېداى شي له همدې نه ستونزه پيدا شوي وي.))

همدارنګه د پکتيا د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور پژواک ته وويل چې پر دې پېښه سخت خواشينی شوی او هڅه کوي چې د خلکو او امنيتي مسوولينو په مرسته مجرمين پيدا کړي.

نوموړی وايي چې د دواړو خواوو ځيني کسان نيول شوي او تر هغه به ورڅخه څېړنې روانې وي، تر څو چې د دغه کار عاملين نه وي پيدا شوي.

د يادونې ده، د لومړي ځل لپاره په پکتيا ولايت کې يو جومات سوځول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.