کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د کندهار ولایتي ادارې د ښځو د ستونزو د حل په موخه مشورتي بورډ جوړ کړ.
په دې تړاو نن په ولایت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې د کندهار والي حیات الله حیات، د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ، ښځینه مدني فعالانو او نورو ښځو په کې ګډون کړی وو.
په غونډه کې د مشورتي بورډ پر جوړښت، فعالیتونو او پلانونو خبرې وشوې.
د کندهار والي حیات الله حیات وویل، ولایتي اداره هڅه کوي ښځو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړي.
هغه زیاته کړه، د ښځو د مشورتي بورډ د جوړولو موخه دا ده چې د ښځو ستونزې وڅېړل شي او حل لارې ورته وموندل شي.
د ده په خبره، له دې لارې به وکولای شي ښځو ته ډېرې کاري زمینې برابرې کړي او د کوچنیو، منځنیو او لویو پانګونو له لارې اړو ښځو ته اقتصادي سرچینې وموندل شي.
د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ وویل، د دغه بورډ له لارې به ښځې وکړای شي د منظم مدني نظارت په موخه له ولایتي ادارې سره په رضاکار ډول همکاري وکړي.
هغې دغه راز زیاته کړه چې دغه مشورتي بورډ به له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د حقونو د ورکړې په برخو کې هم مهم رول ولوبوي.
د کندهار یوې ښځینه مدني فعالې ډاکټر فهیمې رحمتي د دې ګام هر کلی وکړ او ویې ویل مشورتي بورډ کولای شي ښځې په دولتي ادارو کې کار کولو ته وهڅوي او دغه راز د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازار ومومي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د مشورتي بورډ د مشرۍ، مرستیالۍ او منشي توب لپاره وړ مېرمنې وټاکل شي او وروسته به په منظمه توګه غونډې جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن