ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهاند محمد اسماعيل يون د ١٤ کتابونو مخکتنه وشوه

د پوهاند محمد اسماعيل يون د ١٤ کتابونو مخکتنه وشوه

author avatar
26 Jun 2019 - 15:49
د پوهاند محمد اسماعيل يون د ١٤ کتابونو مخکتنه وشوه
author avatar
26 Jun 2019 - 15:49

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسماعيل يون د هغو ١٤ کتابونو مخکتنه وشوه چې خپل شاوخوا پنځوس کتابونه، ژباړې او مقالې يې په کې راټولې کړې دي.

د (نيمه پېړۍ يون) تر عنوان لاندې په دې اړه غونډه نن په کابل کې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د شاوخوا دوو سوو استادانو، ليکوالو او محصلينو په ګډون جوړه شوې وه.

يون وويل چې ده په تېرو دېرشو کلونو کې شاوخوا٥٠ کتابونه ليکلي يا يې ژباړلي چې ځيني يې چاپ شوي او ځيني يې نه و چاپ شوي.

دى وايي چې اوس يې دغه ټول کتابونه او خپلې ځينې مقالې په ١٤ جلدونو کې چې ټولې پاڼې يې ١٤٠٠٠ کېږې، راټول او چاپ کړي دي.

ده دغه کتابونه د خپل ټول عمر ثمره وبلله او ويې ويل، خپل ټول اثار يې ځکه په يادو ١٤ کتابونو کې راټول کړي چې مينه وال يې په ټوليز ډول ورته لاسرسى ولري.

د کابل پوهنتون  رييس پوهاند حميدالله فاروقي نن په کابل کې د (نيمه پېړۍ يون) تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې يون ته د کتابونو د چاپ د مبارکۍ تر څنګ وويل چې ليکوالان بايد د کتابونو ليکلو ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې د علمي کتابونو چاپ د علمي او فرهنګي غنا لامل ګرځي.

فاروقي زياته کړه: "وياړو چې د کابل پوهنتون په اکاډميکه ساحه کې داسې پوهان لرو چې هم د قلم او هم د سياست اتلان دي، ښه بېلګه يې پوهاند ډاکټر صېب يون دی چې ټولنې ته يې بېساري اثار وړاندې کړي دي."

هغه د کابل پوهنتون له ټولو استادانو او ليکوالو وغوښتل چې خپل علمي اثار راټول او د چاپ په بڼه يې تر مينه والو ورسوي.

د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون هم اسماعيل يون ته د يادو کتابونو د چاپ د مبارکۍ تر څنګ وويل: "په ټولنه کې بايد هغه کسان وستايل شي چې وياړلي کارونه کوي، اسماعيل يون د پښتو ادب لپاره پياوړي اثار ليکلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي."

هغه په داسې حال کې چې ويل يې، يون چې سياست ته مخه کړې، ليکنې يې کمې شوې او نن يې چې کوم څه راټول او چاپ کړي، دا يې تر ډېره د ١٨ کلونو مخکې ليکنې دي.

ازمون، اسماعيل يون ته وويل: "زموږ غوښتنه دا ده چې بيا هم د کابل پوهنتون کې خپل تدريس ته دوام ورکړې او د لږ او ډېر سياست تر څنګ، ډېره توجه تدريس ته وکړي."

يون په دې اړه وويل: "ما له مجبوريته سياست ته مخه کړې، تاسو شاهد ياست چې ډېر کسان زموږ د ژبې، کلتور او معنوي ارزښتونو سپکاوی کوي، مجبور يو پر وړاندې يې عکس العمل وښيو؛ که نه ما تر اوسه کومه مرغۍ نه ده حلاله کړې، خو ټول مې متعصب بولي او چا چې انسانان وژلي د هغوی درناوی کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.