د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز په ۴ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د تقویتي نوملیکنې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي

د کندوز په ۴ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د تقویتي نوملیکنې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي

Jun 26, 2019 - 15:43

کندوز ښار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس وايي چې د نا امنیو له امله د دغه ولايت د نهو ولسواليو له ډلې په څلورو کې يې د تقويتي نوم ليکني مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.

دغه څرګندونې د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

فطرت وويل چې د کندوز په ګډون په ټول هېواد کې د غبرګولي په ١٨مه په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه تقويتي نوم ليکنه پيل شوې ده.

خو دى وايي چې د شاوخوا دوو اوونيو په تېرېدو سره تر اوسه دوى نه دي توانېدلي چې د نا امنۍ له امله په قلعه زال، کلباد، ګل تپه او اقتاش ولسواليو کې د تقويتي نوم ليکنې مرکزونه پرانيزي.

ده وويل چې دغه ستونزه يې د کندوز له نظامي شورا سره شريکه کړې ده څو د نوم ليکنې مرکزونه د يادو ولسواليو امنو سيمو ته انتقال کړي.

فطرت زياته کړه: ((د ټاکنو ورځې په نږدې کېدو سره امنيتي ستونزې نور هم ډېرېږي، بايد کلک امنيتي تدابير ورته ونيول شي.))

دغه راز د ګل تپې ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد ډېرې هڅې وکړي څو په دې ولسوالۍ د نوم ليکنې مرکز پرانيزي.

هغه وايي: ((دا اوس عجبه بهانه ده چې امنيت نشته، موږ مرکز نه شو پرانيستلى، دا د خلکو مسلم حق دى، که چېرې حکومت دا کار ونه کړي، د خلکو باور به نور هم پر دولت کم شي.))

د سميع الله د معلوماتو له مخې، په تېرو ټاکنو کې هم د دې ولسوالۍ ډېرو خلکو د نا امنۍ له امله نوم ليکنه نه وه کړې.

همدارنګه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، دوى اندېښمن دي چې تر اوسه په څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.

دى وايي: ((هره ورځ خلک موږ ته مراجعه کوي، حکومت د مرکزونو د خلاصون لپاره هېڅ برنامه نه لري، مسوولين بايد په دې برخه کې موږ ته ځواب راکړي.))

خو د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني پژواک ته وويل چې په يادو ولسواليو کې امنيتي ستونزې نشته، دوى کولاى شي خپل مرکزونه پرانيزي.

هغه وايي: ((دا کوم ولسوالۍ چې دوى يادوي، هلته زموږ ځواکونه شته، دوى کولاى شي خپل دفترونه پرانيزي، موږ کوم خاص مشکل نه ګورو.))

خو زياتوي چې د يادو ولسواليو په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې شته دي چې د مخنيوي لپاره يې دوى پوره چمتووالى لري.

د يادونې ده، د کندوز تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د نا امنۍ له امله د تقويتي نوم ليکنې دفترونه نه دي پرانيستل شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan