ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه درې کسان د قران کريم د حفظ نړيوالو سياليو ته غوره کېږي

له افغانستانه درې کسان د قران کريم د حفظ نړيوالو سياليو ته غوره کېږي

author avatar
26 Jun 2019 - 16:47
له افغانستانه درې کسان د قران کريم د حفظ نړيوالو سياليو ته غوره کېږي
author avatar
26 Jun 2019 - 16:47

 کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): کابل کې د قران کريم د حفظ سياليو کې پنځه غوره شوي کسان د ولايتونو له غوره کېدونکو حافظانو سره سيالي کوي او له منځه يې درې کسان نړيوالو سياليو ته غوره کېږي.

د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت سرپرست مولوي عبدلحکيم منيب نن په کابل کې د کابل ولايت د حفظ سيالۍ د پنځو ممتازو حافظانو په ستاينغونډه کې وويل چې دغه پنځه کسان د هغو ۴۰ حافظانو له ډلې غوره شوي چې د حفظ په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې وه.

هغه وويل: "تاسو د ۴۰ حافظانو له ډلې د محکم حفظ پر اساس پنځه ممتاز قاريان ياست چې د هېواد د نورو ولايتونو له حافظانو سره به د سيالۍ ډګر ته وځئ."

منيب له هغو قاريانو چې په دې سياليو کې يې برخه اخيستې مننه وکړه او ويې ويل: "د قران کريم د حفظ په سياليو کې برخه اخيستل په خپله عبادت دی، د سياليو پر مهال دا لازمي نه وي چې يو انسان به خامخا کاميابېږي، خو د کاميابۍ په ميدان کې حاضرېدل او سيالي کول دا په خپله کاميابي ده."

د ده په وينا، ياد پنځه حافظان به د ولايتونو له نورو حافظانو سره چې شمېر به يې ۳۹ تنه کېږي، سيالي کوي او ۱۲ تر ټولو غوره حافظان به يې له منځه غوره کېږي.

دی زياتوي، ۱۲ بهترينو حافظانو له ډلې لومړي مقام لرونکي ته ۵۰زره افغانۍ، د دويم مقام لرونکي ته ۴۰زره افغانۍ، درېيم مقام لرونکي ته ۳۰زره افغانۍ او له څلورم څخه تر ۱۲ مقام لرونکي ته ۱۰-۱۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.

هغه وايي چې دغو ټولو ١٢ کسان ته د قران کريم تفسير هم ډالۍ کېږي.

منيب زياتوي: "موږ به سږ کال له ۱۲ بهترينو حافظانو څخه درې تنه د قران کريم د حفظ هغو نړيوالو سياليو ته ولېږو چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ترسره کېږي."

دى وايي، تر اوسه نه ده څرګنده چې ياد درې تنه به په کوم هېواد کې د قران کريم د حفظ سياليو ته واستول شي.

د هېواد مشهور قاري برکت الله سليم په نننۍ ناسته کې وويل: "زما يو ارمان دا دی چې زموږ حافظان د قران کريم د حفظ په نړيوالو سياليو کې لوړ مقامونه خپل کړي."

دی زياتوي، د قران کريم د حفظ او قرائت، فقهې، تفسير او سيرت سيالۍ په ځوانو نجونو او هلکانو کې يو ډول ديني احساس رامنځته کوي او دغه احساس د دې لامل کېږي چې دغه ځوانان ديني زده کړو ته مخه کړي.

هغه وايي: "موږ بايد قران ته خدمت وکړو او داسې کړنې وکړو چې زموږ خلک ديني زده کړو او حفظ ته مخه وکړي او وهڅول شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.