د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې درېیو ولسي پاڅون کوونکو خپل ۶ همکاران وژلي

په جوزجان کې درېیو ولسي پاڅون کوونکو خپل ۶ همکاران وژلي

Jun 26, 2019 - 16:44

 

شبرغان (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): په جوزجان کې درې ولسي پاڅون کوونکو چې مخکې یې د داعش ډلې غړيتوب درلود، خپل شپږ همکاران وژلي، دوه نور یې ټپیان کړي او د پوستې مهمات یې طالبانو ته تسلیم کړي دي، بلخوا په سمنګان کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د قوش تپې ولسوال امین الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په ګذر کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو په امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه روښانه کړه چې د جاوېد، محمد او اصف په نومونو کسان چې مخکې یې د داعش ډلې په جوړښت کې د دې ډلې د مسوولینو قاري حکمت او شجاع الدین د ساتونکو په توګه په جوزجان ولایت کې فعالیت درلود، تېر کال دولتي سرتېرو ته تسلیم او ایران ته تللي وو.

هغه زیاته کړه، یاد کسان څه موده مخکې بېرته ولسوالۍ ته راغلي او د ولسي پاڅون کوونکو په جوړښټ کې جذب شوي وو.

د قوش تپې د ولسوال په خبره، دوی تېره شپه د ګذر کلي د پوستې د قوماندان په ګډون خپل شپږ همکاران وژلي او د پوستې مهمات یې طالبانو ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې پوستې ټولو ۱۱ منسوبینو مخکې د داعش لپاره کار کاوه او اوس یاده پوسته له امنیتي منسوبینو تشه ده.

نوموړي دا پوښتنه ځواب نه کړه چې د سولې له بهیر سره څومره شمېر یو ځای شوي داعشیان د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې جذب شوي دي.

خو د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې ځان یې په مستعار نوم (شاه محمد) معرفي کړ پژواک خبري اژانس ته وویل، د داعش ډلې لږ تر لږه ۳۰ کسان ددې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې فعالیت کوي چې په هېڅ یوه باور نشته.

هغه زیاته کړه، د یادو کسان یو شمېر دوستان اوس د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي او لرې نه ده چې دوی هم امنیتي سرتېرو ته تر زیان رسولو وروسته له طالبانو سره یو ځای شي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو وویل، حکومتي مسوولین باید په دې اړه غور وکړي، ځکه په دې برخه کې ډېر لږ غفلت د ډېر شمېر کسانو د مرګ لامل کېږي او په سیمه کې د جګړې اور قوي کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، د دوی نفوذي کسانو د ګذر کلي په پوسته کې شپږ کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

هغه روښانه کړه چې یادو کسانو اته میله وسله، دوې مخابرې او دوه موټرسایکلونه هم له ځان سره ور وړي دي.

قوش تپه د جوزجان ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې ده.

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان په دواب ولسوالۍ کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي، درې ټپیان دي او درې طالبان امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي وویل، وسله وال طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته ددغه ولایت د دواب ولسوالۍ په سرخ کلا سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی دی.

د ده په خبره، په دې جګړه کې چې شاوخوا درې ساعته یې دوام درلود درې طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو لخوا ژوندي نیول شوي او یو نیول شوی کس ټپي دی.

هغه د ولسي پاڅون کوونکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې نښته کې د بامیانو د کهمرد ولسوالۍ د سرګلي کلي د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان درمحمد پر موټر چې د کلا سرخ د ولسي پاڅون کوونکو مرستې ته راتللو د ماین چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې سرخ کلا او سرګلي کلي د یو بل په ګاوڼد کې پراته دي.

یادې سرچینې زیاته کړه، په دې چاودنه کې درمحمد او یو کس یې وژل شوي او د یاد قوماندان درې نور کسان ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړه، طالبان سرخ کلا ته د زکات اخیستلو لپاره راغلي چې ولسي پاڅون کوونکو پرې برید کړی او وروسته طالبانو سیمه پرېيښې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement