د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د لبنياتو د پروسس فابريکه جوړېږي

کونړ کې د لبنياتو د پروسس فابريکه جوړېږي

Jun 26, 2019 - 12:18

اسعداباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په کونړ کې د شل ميليونه افغانيو په لګښت د لبنيانو د پروسس فابريکه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال حشمت الله غفوري کونړ ته د سفر پر مهال ويلي چې په دغه ولایت کې کرنه او مالداري شته، خو د محصولاتو د پروسس لپاره يې زمينه نه وه برابره.

نوموړي د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د لبنياتو د يوې فابريکې د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال زياته کړه چې پر دې فابريکې ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په شپږو مياشتو کې په جوړه شي.

د هغه په وينا چې په دې فابريکه کې به د ولایت د مرکز او شاوخوا سيمو شپږ زره لېتره شیدې په ٢٤ ساعتونو کې پروسس کېږي.

غفوري وايي چې افغانستان هر کال د شپېته ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت لبنيات واردوي، خو اوس حکومت د لبنياتو ملي طرحه جوړه کړې او ډېر ژر به په نورو ولايتونو کې هم دا ډول فابريکې فعالې شي.

نوموړى وايي چې په دې سره به د لبنياتو په وارداتو کې پنځوس سلنه کموالى راشي او کورنى اقتصاد به ورسره پياوړی شي.

د رحمت الله په نوم يوه مالدار پژواک ته وويل چې اوس مهال خپل محصولات ښار ته وړي، خو په ډېره کمه بيه ترې پېرل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement