کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): امريکايي ځواکونه وايي چې تېره ورځ یې په افغانستان کې دوه سرتېري وژل شوي دي.
د دغو ځواکونو له خوا د چنګاښ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سرتېري يې پرون سه شنبه وژل شوي دي.
خو دغو ځواکونو د پېښې کره ځاى او د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
دغه سرتېري په داسې حال کې وژل شوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون کابل ته راغلى و او له افغان چارواکو او امريکايي جنرالانو سره یې وليدل.
نوموړي ويلي چې له طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې، خو پلان لري چې خپل سرتېري کم کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن