پل علم (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو کسانو په مرکز پل علم کې دوه انجنيران وژلي دي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل :((تېر مازيګر وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند د پورک په سيمه کې دوه انجنيران وژلي دي.))
هغه وايي: (( تېره اوونۍ دلته په لوګر کې د يوه روزنتون کار پيل شو، دغه انجنيران د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه د کار د نظارت لپاره راغلي وو، بېرته کابل ته روان وو چې په لار کې طالبانو پرې بريد کړى او دواړه يې وژلي دي.))
لاروى زياتوي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د پورک سيمې يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته طالبانو په دغه سيمه کې پر يوه موټر بريد کړى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې دوه تنه وژل شوي، خو لږ وروسته بيا په همدې سيمه کې امنيتي ځواکونو پر طالبانو بريد وکړ چې سخته جګړه رامنځته شوه.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن